لوبی

په سریلانکا کې د درې اړخیزو سیالیو لپاره د افغانستان الف لوبډله اعلان شوه

دا سیالۍ د غبرګولي له نولسمې څخه تر دېرشمې / د جون له نهمې تر یوویشتمې پورې په ډمبولا کې ترسره کېږي او د افغانستان ځوانو لوبغاړو ته به د پیاوړو سیالانو پر وړاندې د نړیوالې تجربې د ترلاسه کولو ښه فرصت برابر کړي.

Published

on

د افغانستان کرکټ بورډ د درې اړخیزو یوورځنیو سیالیو لپاره د هېواد د الف لوبډلې (افغان ابدالیانو) د لوبغاړو نوملړ د سریلانکا او هند د الف لوبډلو په ګډون اعلان کړی دی.

دا سیالۍ د غبرګولي له نولسمې څخه تر دېرشمې / د جون له نهمې تر یوویشتمې پورې په ډمبولا کې ترسره کېږي او د افغانستان ځوانو لوبغاړو ته به د پیاوړو سیالانو پر وړاندې د نړیوالې تجربې د ترلاسه کولو ښه فرصت برابر کړي.

په لومړۍ لوبه کې به د سریلانکا الف لوبډله د هند له الف لوبډلې سره مخامخ شي. د افغانستان الف لوبډله به د غبرګولي پر یوویشتمه / د جون پر یوولسمه د هند له الف لوبډلې سره لوبه وکړي.

په پنځوس اوریزو سیالیو کې به هره لوبډله دوه ځله له بلې لوبډلې سره مخامخ کېږي. دوه غوره لوبډلې به پایلوبې ته لار ومومي، چې ټاکل شوې د غبرګولي پر دېرشمه / د جون پر یوویشتمه ترسره شي.

د افغانستان الف لوبډلې نوملړ: عمران میر(لوبډلمشر)، نور رحمان (ویکټ ساتونکی)، محمد اسحاق (ویکټ ساتونکی)، حسن عیسی‌خېل، خالد تڼیوال، اعجاز احمدزی، بهیر شاه محبوب، فیصل خان شینوزاده، فرمان‌الله ساپی، شمس‌الرحمان، خلیل ګربز، ظاهر خان پکتین، فریدون داوودزی، محمد ابراهیم او عبدالله احمدزی.

Trending

Exit mobile version