سیمه ییز خبرونه

په سودان کې د ناامنیو له کبله امریکا له خرطوم څخه خپل دیپلوماتان وایستل

Published

on

د امریکا ولسمشر جوبایدن په ډاګه کړې، چې د دغه هېواد پوځ د سودان له پلازمېنې خرطوم څخه امریکايي دیپلوماتان او د هغوی کورنۍ ایستلي دي.

د بایدن په اعلامیه کې راغلي: زما پر امر، د امریکا پوځ له خرطوم څخه د امریکايي حکومتي کارکوونکیو د ایستلو عملیات ترسره کړل.

د بي بي سي د راپور له مخې؛ د سودان پلازمېنه د دوه سودانيو جنرالانو ترمنځ، چې یو یې د پوځ او بل یې د ملېشو مشران دي؛ د شخړو له دوام سره، د خونړیو نښتو شاهده ده.

د شنبې پر ورځ د دغو شخړو د قربانیانو شمېر له ۴۵۰ کسانو اوښتی اعلان شو.

په ۲۰۱۹ کال کې د سودان د ولسمشر عمر حسن البشیر له ګوښه کېدو وروسته د دغه هېواد د پوځ د مشر عبدالفتاح برهان پر مشرۍ د انتقالي شورا لخوا اداره کېږي. په دې شورا کې د ښاغلي برهان مرستیال محمد حمدان دیغلو د چټک غبرګون نومو ځواکونو قومندان دی.

ملکي وګړیو ته د واک سپارلو لپاره، په پوځ کې د چټک غبرګون ځواکونو د ادغام پلان شتون درلود؛ خو د جنرال دقلو او جنرال عبدالفتاح البرهان تر منځ د دغه انتقال د مهالوېش او د دې نوي متحد ځواک پر مشرتابه ناندرو لانجه نوره هم ترینګلې کړه.

Trending

Exit mobile version