نړۍ

په سوریه کې د چورلکې د لوېدو له کبله ۲۲ امریکایي پوځیان ټپیان دي – امریکا

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۴, ۱۴۰۲)

د دوشنبې پر ورځ د رویترز د څرګندونو له مخې امریکایانو ومنله، چې د یکشنبې پر ورځ د سوریې په شمال ختیځ کې د یوې چورلکې د راغورزېدو له کبله د دوی ۲۲ سرتېري ټپیان شوي دي.

دوی د پېښې د علت او د ټپیانو د روغتیایي حالت په اړه څه نه‌دي ویلي.

د امریکا مرکزي قومندانۍ ویلي، چې ۱۰ سرتېري یې له سیمې څخه بهر د بېړنیو څارنو مرکزونو ته لیږدول شوي دي.

مرکزي قومندانۍ، چې په منځني ختیځ کې یې امریکايي پوځیان تر څارنې لاندې نیولي ویلي؛ د دښمن د ډزو راپور نه‌دی ورکړ شوی او د پېښې علت تر څېړنې لاندې دی.

د امریکا مرکزي قومندانۍ چارواکو سمدستي د نورو معلوماتو لپاره اړوند غوښتنو ته ځواب ویل شوی نه‌دی.

د دوه امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې، دغه پېښه د حساکي ولایت شدادي ښارګوټي ته نږدې رامنځته شوې ده.

په سوریه کې شاوخوا ۹۰۰ امریکایي پرسونل ځای پرځای شوي، چې ډېري یې په ختیځ کې د ماموریت د یوې برخې په توګه د اسلامي دولت د پاتې شونو سره جګړه کوي.

د امریکا په ملاتړ د سوریې دیموکراتیک ځواکونه (SDF) چې د سوریې شمال ختیځه برخه څاري؛ نه یوازې په کې د امریکا پر مشرۍ ائتلاف تر پوښتنې لاندې دی، بلکې په تر څارنې لاندې سیمه کې ځای پر ځای شوي امریکايي پوځیان هم د ګواښونو مخنیوي ته اړ شوي دي.

د SDF عمومي قومندان جنرال مظلوم عبدي په یوه اعلامیه کې ویلي: مونږ د سوریې په شمال ختیځ کې د غورزېدلې امریکایي چورلکې د ټپیانو لپاره د بېړنۍ روغتیا هیله من یوو. مونږ د سیمې د ثبات د خوندي کولو لپاره د داعش پر وړاندې د ائتلاف له شریکانو سره کار کول روان ساتو او ورته ژمن هم یوو.

د کردانو په مشرۍ خپلواکه اداره، چې دم‌ګړۍسیمه اداره کوي او په دمشق کې د سوریې مرکزي حکومت سمدلاسه د پېښې په اړه اړوند غوښتنو ته ځواب نه‌دی ورکړی.

رویترز راپور ورکړی، چې امریکایي ځواکونه په دې وروستیو کلونو کې د ایران پر ملاتړ د جنګیالیو تر پرله‌پسې بریدونو لاندې راغلي دي.

د مارچ په میاشت کې پر ځوابي بریدونو ۲۵ امریکایي سرتېري ټپیان شوي؛ یو امریکایي قراردادي وژل شوی او بل یې ټپي دی.

امریکایي ځواکونه پر لومړي ځل د اسلامي دولت پر ضد د اوباما د ادارې د کمپاین پر مهال سوریې ته واستول شول، چې د سوریې د کردانو د دیموکراتیکو ځواکونو پر مشرۍ له ډلې سره ملګرتیا وکړي.

امريکايي چارواکو اوس څرګندوي، چې اسلامي دولت او داعش ښايي يو ځل بيا پر يو ستر ګواښ بدل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکايي ځواکونه د دوی ترڅنګ؛ د ایران او روسیې له ملاتړه د برخمنو ملېشو د ګواښونو مخنیوی هم خپله دنده بولي او د سوریې ولسمشر بشارالاسد د ایران او روسیې پر ملاتړ حساب کوي او تر څنګ یې امریکايي پوځیانو ته د نیواکګرو پر سترګه ګوري.

Trending

Exit mobile version