نړۍ
په سومالیا کې د موټر بم په چاودنه کې اته کسان وژل شوي
رویټرز خبر ورکوي، چې په سومالیا کې موټربم چاودنې اته کسان وژلي او ګڼ نور ټپیان دي.
د پولیسو د څرګندونو له مخې؛ بریدګر له غرمې وروسته په موګادیشو کې د ملګرو ملتونو د یوه کاروان مخې ته چاودنه وکړه.
راپورونه ښیي، چې په چاودنه کې ۸ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي.
الشباب ډلې د پېښې پړه پر غاړه اخیستې ده.
تر دې دمه معلومه نده، چې د ملګروملتونو کارمندانو ته ځاني زیان اوښتي او کنه.
ملګرو ملتونو تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي.
د یادونې ده، چې الشباب اسلامپالي له کلونو راپدیخوا د سومالیا له مرکزي حکومت سره جګړه کوي، غواړي واک ترلاسه او د اسلامي شریعت پلي کولو ته زمینه برابره کړي.
