سیمه ییز خبرونه

په سويل لويديځه حوزه كې به د كرنې بنسټيزې پروژې پلې شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په افغانستان كې د امريكا د پرمختيا نړيوالې ادارې مشر كندهارته په خپل سفركې څرگنده كړه، چې :

د امريكا له لوري د اقتصاد د پياوړتيا په خاطر به د دې حوزې د كرنې په برخه كې بنسټيزې پروژې پلې شي.

په افغانستان كې د امريكا د متحده ايالاتو د يو، اس، آى، ډي د ادارې مشر داكتر ريما شيتا د جمعې په ورځ(د لړم ۱۹) كندهار ته د خپل سفر په ترڅ كې يو ځل بيا د افغانستا ن له خلكو سره د دوى د اقتصاد د پياوړتيا په برخه كې د امريكا د متحده ايالاتو پرمرستو ټينگاروكړ.

شيتا په كندهار كې خپل كاري پلانونه، چې لنډ مهاله او اوږد مهاله پراختيايي پروژې په كې دي له كندهار ښاروا ل محمد عمرعمر سره شريك كړل او ډاډ يې وركړ، چې د دغه بنسټيزو پروژوپلي كيدل به ترډېره حده د كندهاراو جنوب لويديځې حوزې د خلكو د اقتصاد په پياوړتيا كې رول ولوبوي.

Trending

Exit mobile version