سیمه ییز خبرونه
په سپين بولدک کې د باروړونکیو موټرو لپاره نارسمي لار پرانستل شوه
د افغانستان او پاکستان د هوکړې له مخې؛ د سپين بولدک ولسوالۍ د وېش په سيمه کې د ديورند پر فرضي کرښه د باروړونکیو موټرو د تګ راتګ لپاره يوه نارسمي لار پرانستل شوه.
د کندهار ولایت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د هېواد پر کچه پر لوی سوداګريز بندر د ورځې سلګونه لوی باروړونکي موټر، چې د کرښې دواړو لوریو ته اوړي او رااوړي؛ ډېره ګڼه ګوڼه جوړه کړې وه او باروړونکي موټر ډېر ځنډېدل، چې د سوداګريزو توکو د خرابېدو او او ناوخته رسېدو سبب ګرځېدل، نو د همدې ستونزې د اوارۍ لپاره افغان او پاکستانيو سوداګرو له حکومتونو څخه د دې ستونزې د حل غوښتنه وکړه، چې په پای کې پر فرضی کرښه يوه نارسمي لار پرانستل شوه او په سوداګريزو چارو کې یې آسانتياوې رامنځته کړې .
سوداګر وايي، چې دې لارې دوی ته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د سوداګرو د څرګندونو له مخې؛ پر عمومي لار د ډېرې ګڼې ګوڼې له کبله لوی موټر پر ورځو ورځو دریدلي وي، خو اوس دا ستونزه حل شوې ده. د لويو موټرو چلوونکي د حکومتونو دا نېک اقدام ستايي او په دې برخه کې د نور پر مختګ هيله من دي .
د سپين بولدک د سوداګرۍ خونې او پانګونې رييس حاجي محمد صديق وایي: له پاکستان سره پرسرحد مو دروازه فعاله او ودروله؛ پرهغه بلې ډېر رش وي، څلور یا پېنځه ساعته به زمونږ ترانزيت موټرو تېرول. د دغې ستونزې د حل لپاره د پاکستان او افغانستان سوداګر سره کېناستل نوې دروازه يې مونږ ته راخلاصه کړه.
پر دې لار د لويو باروړونکیو موټرو چلوونکي د حکومتونو دا کړنه ستايي او وايي، اوس يې تر ډېره د تګ او راتګ په وخت کې ستونزې حل شوي دي.
موټر چلوونکی عبدالجبار وایي: مخکې مونږ ته ډېر مشکلات ول. اوس ان شاالله نه رش شته نهشته؛ ښه په امنيت اوړو او ښه په امنیت رااوړو.
د سپين بولدک اوسيدونکي هم په سوداګريزو چارو کې د حکومتونو ترمنځ د نورو مثبتو پرمختګونو غوښتونکي دي او دا کړنه د سوداګريزو چارو د پراختيا لامل ګڼي .
دسپين بولدک اوسيدونکی کمال الدين ویلي: زما په اند که دلته د تجارنو لپاره ستونزې حل شي؛ دوی ته آسانتياوې رامنځ ته شي، دلته به پر زياته کچه خلک تجارت ته وهڅول شي. د سپين بولدک له لارې، چې کوم عايد ۶۰ فيصده یا ۷۰ فيصده و اوس به ۸۰ یا ۹۰ فيصدو ته پورته شي.
د يادونې ده، چې څه موده وړاندې د سويل لويديخې حوزې د سوداګرۍ خونو د مشرانو او د کندهار د اړوند دولتي مسوولينو تر منځ هم د دې حوزې د تازه او وچو ميوو د صادراتو له پيل مخکې د ستونزو پر اواري غونډه جوړه شوې وه، چې دولتي مسوولينو په دې برخه کې د هر راز همکارې ډاډد ورکړی و.