تازه خبرونه
په سیمه او افغانستان کې نسبي اقتصادي وده د رامنځته کېدو په حال ده
د یاد راپور له مخې د سیمې اقتصادي وده به سږکال ۲.۸ سلنه او په ۲۰۲۶ کې ۳.۳ سلنې ته ورسیږي. دا وده تر ډېره؛ په خلیج هېوادونو کې د تېلو پر تولید د محدودیتونو د کمولو او په ناتېلي سکټورونو کې د پانګونې د زیاتېدا له کبله د وړاندویېنې وړ ده.
نړیوال بانک د منځني ختیځ، شمالي افریقا، افغانستان او پاکستان د اقتصادي وضعیت په اړه په خپل وروستي راپور کې له نسبې اقتصادي پرمختګه خبر ورکړی او څرګندوي، چې افغانستان کولی شي له سیمهییزې سوداګرۍ او کرنیز سکټور څخه ګټه پورته کړي؛ که څه هم سترې ننګونې اوس هم شته دي.
د یاد راپور له مخې د سیمې اقتصادي وده به سږکال ۲.۸ سلنه او په ۲۰۲۶ کې ۳.۳ سلنې ته ورسیږي. دا وده تر ډېره؛ په خلیج هېوادونو کې د تېلو پر تولید د محدودیتونو د کمولو او په ناتېلي سکټورونو کې د پانګونې د زیاتېدا له کبله د وړاندویېنې وړ ده.
نړیوال بانک د افغانستان اقتصادي وضعیت “د نسبي ثباته په حال کې” ستایلی او څرګندوي، چې د عوایدو ښه راټولول، د تبادلې د نرخ ثبات او د صادراتو زیاتوالی د دې پرمختګ بنسټیز عوامل دي.
دغه راز ټینګار شوی، چې د نړیوالې رسمي پېژندنې نشتوالی، د بهرنیو مرستو کموالی او په عامه ژوندانه کې د ښځو پر ګډون محدودیتونو د افغانستان په اقتصاد کې د پراخې ودې مخه نیولې ده.
دې راپور د “کار او ښځې؛ پټ استعدادونه، ناواقعي وده” تر سرلیک لاندې خبرداری ورکړی، چې د سیمې اقتصاد به په کاري بازار کې د ښځو له فعال ګډون پرته خپلې بشپړې وړتیا ته ونهرسیږي.
د منځني ختیځ، شمالي افریقا، افغانستان او پاکستان لپاره د نړیوال بانک مرستیال عثمان ډیون ویلي: “د ښځو د پټې وړتیا د خلاصولو لپاره، د دوی د ګډون پر وړاندې ټول خنډونه باید د پراخې برخې اخیستو له لارې لرې شي.”
نړیوال بانک د افغانستان په اړه ویلي، چې د ښځو پیاوړتیا او د خصوصي سکټور د فرصتونو ښهکېدا؛ په ځانګړې توګه په کرنه، سوداګرۍ او کوچنیو صنعتونو کې کولی شي د کورنیو عاید او د هېواد اقتصادي ټینګار د پام وړ لوړ کړي.
ویل کیږي، چې د افغانستان بانک رییس په کابل کې د عالي شورا د غونډې پرمهال د پولي پالیسیو د اغېزمن پلي کولو، د بانکدارۍ سکټور د عمومي حالت ښه کولو، د اسلامي بانکدارۍ پراخولو، د تبادلې فعالیتونو میکانیزم کولو او مالي خدماتو ته د خلکو د لاسرسي آسانتیاوو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
تازه خبرونه
Tahawol: Discussion on fear of internal disputes in Iran
تازه خبرونه
عمومي عفو د دې لپاره ده، چې افغانستان سولې او امنیت ته ورسېږي – د اسلامي امارت رهبر
د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده ویلي، چې د اسلامي امارت عمومي عفو د دې لپاره اعلان شوې، چې غچاخیستنه ونهشي او افغانستان سولې او امنیت ته ورسېږي.
هغه زیاته کړې: «مونږ مجاهدین له غچاخیستنې راګرځولي او له دې کاره مو منع کړي دي.»
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د شیخ هبةالله آخوندزاده د څرګندونو له مخې لیکلي، چې نوموړي دا څرګندونې له والیانو، د علماوو شورا له رییسانو، د استیناف محکمو له رییسانو او د هېواد د شمال ختیځ او شمال لویدیځو زونونو د نهه ولایتونو له یو شمېر مشرانو او علماوو سره په ناسته کې کړې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، په دې ناسته کې د کندهار والي، د علماوو شورا مسوولان، د سترې محکمې نظامي مرستیال، د مرکزي دارالافتا عمومي رییس، د دیني خپرونو د ارزونې رییس او یو شمېر استادانو او مدرسو مسوولانو هم ګډون کړی و.
د اسلامي امارت رهبر د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي: « مونږ هغوی ته وویل، چې خپلې وسلې پر ځمکه کېدئ؛ مونږ به تاسې نه وژنو او حساب به درسره نهکوو. هغوی خپلې وسلې پر ځمکه کېښودې او مونږ هم وبښل. وروسته مو هم حساب ورسره ونهکړ او اوس هم داسې کار نهکوو. کله، چې مونږ له شل کلونو جګړې وروسته، چې په کې ډېر ظلمونه شوي وه؛ دومره ستره عفو وکړه؛ تاسې هم هڅه وکړئ خلک وهڅوئ، چې یو بل وبښي؛ ځکه د تېر وخت ډېرې بدۍ او کینې اوس هم د خلکو ترمنځ پاتې دي.»
نوموړي د خپلو پارښتنو پر مهال ټینګار وکړ: اړینه ده، چې اوس هڅه وکړئ؛ خلک له دښمنیو او کینو څخه تېرېدا ته وهڅوئ، په خپلو کې سوله او پخلاينه وکړي او یو بل وبښي. دا دښمنۍ او کینې باید راتلونکو نسلونو ته ونهلېږدېږي، چې راتلونکي نسلونه د وژنو، غچاخیستنو او نښتو ښکار نهشي.»
د خپلي وینا په وروستۍ برخه کې یې مسوولانو ته د تقوا، تواضع، عاجزي او د خلکو تر منځ د عدالت پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او سپارښتنه کوي، چې په خپلو مسوولیتونو کې یوازي د الله تعالی رضاء مقصود وګرځوئ او د خلکو د هدایت وغواړئ.
تازه خبرونه
د څه باند ې۲۰ میلیون ډالرو پر پانګونه د هرات د مالګې کان د استخراج تړون لاسلیک شو
دا تړون نن پنجشنبه( د غبرګولي څوارلسمه ) د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري او د «رېډګولډ آسیا» د کانونو د استخراج او پروسس شرکت ترمنځ لاسلیک شو.
-
لوبی4 days agoشپږ افغان کرکټلوبغاړي د ۲۰۲۶ سریلانکا غوره لیګ ته غوره شول
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او روسیې ترمنځ دې ویزې لغوه شي- روسي چارواکی
-
لوبی4 days agoافغانستان به په ډیلي کې د ۲۰ اوریزو سیالیو د لړۍ کوربه وي – راپورونه
-
تازه خبرونه3 days agoپه قطر کې د افغان پناهغوښتونکو منلو ته لږ تر لږه پېنځه هېوادونه لېواله دي – مارکو روبیو
-
نړۍ3 days agoټرمپ نتنیاهو ته په ټیلیفوني اړیکه کې د «لېونی» ویل منل
-
لوبی5 days agoافغانستان د «الماس جوبیلي» سیالیو په لومړۍ لوبه کې مالډیف مات کړ
-
International Sports4 days agoد ۲۰۲۶ فیفا نړیوال جام د لوبغاړو وروستی نوملړ اعلان شو
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ به په سیمه کې سختدریځۍ ته لمن ووهي – بېلاروس
