تازه خبرونه
په سیمه کې به د ترهګرۍ د څارنې لپاره امریکا پوځي الوتنې او اډې ولري – راپور
اسوشیټیډ پریس خبري سرچینې څرګنده کړې؛ امریکا د افغانستان له ګاونډ هېوادونو سره په خبرو اخته ده، چې پر فضايي حریم یې د پوځي الوتکو د الوتنې او په ځينو هېودونو کې د پوځونو د ځای پر ځای کولو اجازه ترلاسه کړي.
امریکا غواړي د افغانستان د ګاونډ هېوادونو پر فضايي حریم د پوځي الوتکو د تېریدو او په دې هېوادونو کې د پوځونو د ځای ر ځاي کولو اجازه ترلاسه کړي، چې د افغانستان حالات وڅاري.
د امریکا د پوځ مرکزي قومندان جنرال مکینزی منځني ختیځ ته پر سفر وتلی او وایي؛ دا خبرې اوږدې دي، خو که هوکړې ته ورسيږي، له افغان پوځ سره د مرستو بڼه به هم بدله شي.
د امریکا په مرکزي قومندانې کې د منځني ختیځ قومندان جنرال مک کینزي ويلي، چې دا هڅې په افغانستان کې د ترهګرو د څارنې لپاره تر سره کیږي
نوموړي ویلي؛ که پدې اړه هوکړه وشي، له افغان پوځ سره د مرستو څرنګوالی به هم بدلون ومومي.
دا په داسې حال کې ده، چې روسیه غواړي له افغانستان سره پر پوله په تاجکستان کې پوځي اډه جوړه کړي. په دې اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د تاجکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره هوکړه کړې، چې له افغانستان سره په پوله به لویه پوځي اډه جوړوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف ویلي: په نږدې راتلونکې کې به له تاجکستان سره داسې توافق لاسلیک کړو، چې له مخې به یې روسیه په تاجکستان کې د افغانستان پولې ته نږدې د پوځي اډې له جوړولو مالي ملاتړ وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر لاوروف زیاته کړ، چې له افغانستان څخه د نړیوالو پوځونو له وتلو سره د روسیې او ملګرو هېوادونو امنیت ته خطر پېښیدلی شي.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدینویلي: له افغانستان څخه د نړیوالو سرتېرو له وتلو سره سم تاجکستان غواړي د شوني ګواښ د مخنیوي لپاره یوه پوځي اډه جوړه کړي.
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو په ایسلند کې هم د افغانستان د کړکېچ د اوارولو په اړه خبرې کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلیک ویلي: دواړه هېوادونه کولی شي، چې د همکاریو له لارې له کرونا وبا، د چاپېریال له بدلون سره ښه مبارزه وکړو او د ایران، شمالي کوریا او افغانستان په مسایلو همغږي رامنځته کړو.
په افغانستان کې جګړې زور اخیستی او په کابل کې د امریکا سفارت چارسمبالي راس ویلسون پر وسلوالو طالبانو تور لګولی، چې د دوحې هوکړه یې ماته کړې او تاوتریخوالی یې ډېر کړی دی. ده ویلي، چې افغان پوځونه په طالبانو پیسې ندي تللي، بلکې طالبانو پر افغان پوځونو بریدونه ډېر کړي دي.