تازه خبرونه
په سیمه کې د داعش د مشرانو او وسلهوالو څارنه روانه ده – امریکا
امریکايي چارواکو تل د پاکستان له ترهګرۍ ضد عملیاتو ملاتړ ښکاره کړی دی.
د امریکا د دفاع وزارت د ویاند مرستیالې سبرینا سنګهـ په افغانستان کې د ډیورنډ فرضي کرښې په شاوخوا کې د تحریک طالبان پاکستان پر ضد د پاکستاني پوځ له وروستیو بریدونو سره د امریکا د تړاو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې واشنګټن په سیمه کې د داعش د مشرانو او وسلهوالو څارل روان ساتلي.
د چارشنبې پر ورځ ( د غبرګولي درویشتمه) سبرینا سنګهـ په یوه خبري غونډه کې د پوره جزئیاتو له ورکولو او په ځانګړي توګه د افغانستان پر خاوره د پاکستانيو پوځیانو د بریدونو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
امریکايي چارواکو تل د پاکستان له ترهګرۍ ضد عملیاتو ملاتړ ښکاره کړی دی.
د تېر کال په اګست کې کله، چې د پاکستان پوځ پر خوست او پکتیکا بریدونه وکړل؛ نو پاکستانيو رسنیو راپور ورکړ، چې په اسلامآباد کې د امریکا سفیر ډونالډ بلوم د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره په لیدنه کې څرګنده کړه، چې واشنګټن په ترهګرۍ ضد جګړه کې د اسلامآباد ملاتړ کوي.
هغه مهال د پاکستان پوځ ويلي وه، چې د افغانستان په دغو دوه ولايتونو کې يې د تحریک طالبان پاکستان پر پناه ځايونو بريدونه کړي او د هغوى يو شمېر وسلهوال يې وژلي؛ خو هغه مهال د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو د پاکستانیو ځواکونو د بریدونو په غبرګون کې د اړوند ملیشو پر پوستو د توپونو او توغندیو بریدونه ترسره کړل.
تېره میاشت هم د پاکستان پوځ د پکتیکا په ورممۍ ولسوالۍ کې د ټيټيپي پر پوستو بریدونه وکړل.
پاکستان تور لګوي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې تحریک طالبان پاکستان ته پناه ورکړې؛ خو د افغانستان چارسمبالي حکومت تل دغه ادعا رد کړې او څرګندوي، چې پاکستان د خپلې امنیتي ناکامۍ پړه پر افغانستان اچوي.
Related Stories:
داعش د امریکا پر دښمنانو برید کوي
چین او څو نور هېوادونه ښایي له طالبانو سره اړیکې وغزوي ـ جوبایډن
