کوید۱۹

په شانګهای کې د کرونایي پېښو ډېرېدو د محدودیتونو لګولو شونتیا رامنځته کړې

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۱, ۱۴۰۱)

شونې ده، چې د شانګهای اوسیدونکي د قرنطین د یو بل پړاو لیدونکي هم شي؛ ځکه، چې په چین کې د کرونا د نوې بڼې اومیکرون د خپرېدا وېره هم ورسره مل ده.

د واشنګتن پوست د راپور له مخې؛ په دې ښار کې د کرونا ویروس اوسنۍ څپه د Omicron BA.5 بڼې له کبله رامنځته شوې، چې په چین کې د لومړي ځل لپاره د می پر ۱۳ وپېژندل شوه. ناروغ یو ۳۷ کلن نرینه و، چې له یوګانډا څخه شانګهای ته تللی و.

د دوشنبې پر ورځ په شانګهای ښار کې ځايي حکومتي چارواکو ۳۷ واټونه د کرونا ویروس د لېږد له منځني خطر او یوه بله کوڅه له بشسپړ خطر سره مخ وګڼله. په داسې حال کې، چې د ښار چارواکو اوس هم رسمي محدودیت وضع کړی ندی. د ډلبندۍ معنی دا ده، چې اوسیدونکیو ته به اجازه ورنکړ شي، چې د ویروس د خپریدو مخنیوي لپاره د ښار د هڅو د یوې برخې په توګه خپل کورونه پریږدي.

د ټولنیزو رسنیو په WeChat کې د لیکل شوي پوست له مخې؛ لکه څنګه، چې واشنګټن پوسټ راپور ورکړی؛ د شانګهای حکومت به د ښار له ۱۶ ولسوالیو څخه په نهه هغو کې د اوسیدونکیو د PCR آزموینې هم ترسره کړي.  

د انټرنیشنل بزنس ټایمز راپور ورکړی، چې ډېري اوس د توکو د زیرمه کولو لپاره پلورنځیو ته ځی.

د احتمالي محدودیت د غوښتنې راپورونه له هغې وروسته راپورته شول، چې روغتیایي چارواکو د یکشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې دوی د پودونګ په مالي سیمه کې نوې فرعي بڼه Omicron BA.5.2.1 کشف کړ.

د ښار د روغتیا کمیسیون مرستیال ژئو داندان په یوه لنډه وینا کې وویل، چې دا نوی فرعي ډول له بهره د راغلې یوې پېښې سره تړاو لري.

Trending

Exit mobile version