سیمه ییز خبرونه

په شمال كې د ازبكستان اسلامي نهضت غړي ترهگريز بريدونه رهبري كوي- جنرال كنايپ

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د هېواد په شمال كې د آيساف ځواكونو كوماندان وايي:

افغانستان ته په غير قانوني توگه د آمو سيند له لارې د ازبكستان د اسلامي نهضت د يو شمېر غړيو د راتېريدو او د افغانستان په شمال كې د ترهگريزو بريدونو د تنظيمولو په باب شواهد په واك كې لري.

جنرال ماركوس كنايپ په مزار شريف كې د يوې ناستې پر مهال په نږدې راتلونكې كې د هېواد په شمال كې  پر يو شمېر سيمو د پراخو پوځې عملياتو له پيليدو خبر وركړ.

نوموړې همدا راز وويل، چې:

د المان او افغان ځواكونو څېړنيز گډ ټيم ته څرگنده شوې، چې په تخار كې د تېر پسرلي د ترهگريز بريد موخه جنرال داود داود و .

د تخار ولايت په هغه پېښه كې له  ټپې كيدو وروسته، چې له لامله يې جنرال داود داود ووژل شو دا په شمال كې د آيساف ځواكونو د كوماندان جنرال ماركوس كنايپ لومړنۍ خبري ناسته ده.

نوموړي وويل، چې:

دا بريد د جنرال داود داود د وژلو په موخه تر سره شوى و، خو په دې باب يې له ډېرو جزياتو ډډه وكړه.

جنرال كنايپ همدا راز وويل، چې داسې شواهد په واك كې لري، چې:

له مخې يې ښكاري، چې د ازبكستان د اسلامى نهضت يو شمېرغړي په غير قانوني ډول افغانستان ته راځي او د افغانستان په شمال كې  ترهگريز فعاليتونه تر سره كوي .

د هېواد په شمال كې د آيساف ځواكونو كوماندان جنرال مارکوس کنایپ تاكيد كوي، چې:

مونږ داسې شواهد لرو، چې د ازبكستان د نهضت يو شمېر غړي په غير قانوني ډول د آمو سيند له لارې د افغانستان شمال ته راځي او همدلته اوسيږي. دوى په وحشيانه ډول ترهگريزې زده كړې تر لاسه كړي دي . كه څه هم، چې د دوى شمېر كم دى؛ خو دا وېره شته، چې دلته ترهگريزې ډلې رهبري كيږي، خو په پوځي عملياتو كې يې يو شمير وژل شوي او نيول شوي هم دي.

دغه الماني جنرال همدا راز په نږدې راتلونكې كې د وسله والو طالبانو له وجود څخه د پاكولو په موخه  د هېواد د شمال په يو شمېر سيمو كې د پراخو عملياتو له پيليدو خبر وركوي .

نوموړي همدا راز افغان امنيتې ځواكونو ته د بدخشان، تخار، سمنگان او سرپل ولايتونو د امنيتې مسووليتونو له سپارلو هم خبر وركوي.

جنرال كنايپ وايي، چې د بلخ او كندز په ناامنو سيمو كې د امنيت د ښه كيدو په موخه به د سيمه ييزو پوليسو په چوكات كې شاوخوا شپږ سوه كسان پر دنده وگمارل شي .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version