سیمه ییز خبرونه
په شمال كې د نړيوالو ځواكونو نوي قوماندان د ولسمشرۍ په رڼو ټاكنو ټينگار وكړ
د افغانستان په شمال كې يو آلماني جنرال په رڼو او عادلانه ټاكنو ټينگار څرگند كړ.
په شمال زون كې د بهرنيو ځواكونو نوى قوماندان جنرال يورك فولمر وايي:
آيساف به د دې اجازه ورنه كړي، چې د افغانستان راتلونكې ولسمشريزې ټاكنې له امنيتي ستونزو سره مخ شي.
دغه جنرال همدا راز وايي له ۲۰۱۴م كال وروسته به له افغانستان سره د آلمان ډېره مرسته په ملكي برخه كې وي.
جنرال يورك فولمر، چې د جمعې په ورځ(د كب ۴) يې په شمالي ولايتونو كې د نړيوالو ځواكونو قومانداني په غاړه واخيسته د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شورا د راتلونكيو ټاكنو د امنيت ټينگښت د خپل ماموريت لومړيتوب وباله.
په شمال كې د آيساف قوماندان جنرال يورك فولمر وويل:
زما په ياد دي، چې په افغانستان كې د ۲۰۰۹م كال د ولسمشرۍ او ولايتي شورا ټاكنې له پيله ترپايه د افغان ځواكونو له خوا كنتروليدې ، زما په ياد دي، چې د ټاكنو د ټولو امنيتي مسايلو مسوليت افغان ځواكونو په غاړه درلود.
دغه آلماني جنرال په ۲۰۱۴م كال كې په افغانستان كې د خپل هيواد د پوځي ماموريت پاى ته رسيدو ته په نغوتې وايي:
موږ په شمال كې د ۲۰۹ شاهين قول اردو د انجنيرۍ ښوونځى جوړه وو. په دې ښوونځي كې به د سړك د غاړې ماينونو د شنډولو په اړه زده كړه وركول كيږي؛ ځكه ډېرو ملكي خلكو ته په همدې ماينونو كې مرگ و ژوبله اوړي او زموږ دا همكاري به له ۲۰۱۴م كال وروسته هم دوام ولري.
له بلې خوا په شمال كې د نړيوالو ځواكونو پخواني قوماندان جنرال ايريك فيفرد ملكي خلكو د مرگ و ژوبلې د كچې ټيټوالى او د وسله والو مخالفينو كمزورتيا د خپل ماموريت لاسته راوړنې ونومولې.
په شمال كې د آيساف پخواني قوماندان وايي:
موږ دښمن تر دې حده كمزورى كړى، چې دوى نه شي كولى بريدونه وكړي، له همدې كبله دښمن خپل جنگي تكتيك بدل كړى او د سړك غاړې ماينونو ايښودو ته يې مخه كړې ده .
د يادونې وړ ده، چې المان په افغانستان كې له ۴ زره ډير سرتېري لري چې ډېر شمېر يې په بلخ او كندز ولايتونو كې ميشت دي.
