سیمه ییز خبرونه

په عدلي او قضايي بنسټونو كې فساد، طالبانو ته د پرېكړو زمينه برابره كړې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د رڼښت(شفافيت) بنسټ د يوه تازه رپوټ په خپرولو په ډاگه كړې، چې:

په عدلي او قضايي بنسټونو كې د پراخ فساد د شتون له كبله د هېواد د څه باندې پنځوس سلنې سيمو خلك د خپلو ستونزو د حل لپاره وسلوالو طالبانو او يا هم سيمه ييزو شوراگانو ته مراجعه كوي.

د ولسي جرگې ځينې غړي هم شته ستونزه تائيدوي او عامل يې د قانون د حاكميت كمزورتيا بولي.

د افغانستان د رڼښت بنسټ په عدلي او قضايي بنسټونو كې د فساد د مخنيوي لپاره د محكمو له پرېكړو څخه د خلكو څارنه اړينه بولي او وايي:

دا لړۍ په كاپيسا او باميان ولايتونو كې تر سره شوې، چې تر ډېره گټوره وه.

د افغانستان د رڼښت بنسټ موندنې ښيي، چې:

په باميانو او كاپيسا ولايتونو كې د تېرو درې مياشتو راهيسې پر۱۴ قضيو  له محكمو پرته پرېكړې شوې دي.

د افغانستان د رڼښت د بنسټ رييس يما ترابي وايي:

خلك په عدلي او قضايي محكمو كې پراخ  فساد  اړ كړي، چې د خپلو قضيو د حل لپاره طالبانو او يا هم سيمه ييزو شوراگانو ته مراجعه وكړي.

د ولسي جرگې غړي عالمي بلخي هم په عدلي او قضايي بنسټونو كې د فساد شتون تاييد كړ، خو ټينگار يې دا دى، چې خلك بايد د محكمو له بهير څخه څارنه وكړي.

دى وايي:

خلك په هغو سيمو كې، چې د وسلوالو طالبانو تر نفوذ لاندې دي او يا هم د قانون حاكميت كمزورى دى، خپلې اړوندې ستونزې له محكمو بهر طالبانو او سيمه ييزو شوراگانو ته وړاندې كوي.

اداري فساد په وروستيو يوولس كلونو كې د افغانستان تر ټولو ستره او لانجمنه ستونزه بلل كيږي.

د رڼښت نړيوال سازمان په خپل وروستي رپوټ كې افغانستان د هغو سل هېوادونو په سر كې راوستى، چې اداري فساد په كې ډېر دى.

Trending

Exit mobile version