تازه خبرونه
په عشق آباد کې د افغانستان سفارت ته نوی چارسمبالی وروپېژندل شو
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې؛ پرون د ترکمنستان په پلازمېنه، عشق آباد ښار کې د اسلامي امارت د سفارت نوی چارسمبالی فضل محمد صابر خپلو همکارانو ته وروپېژندل شو.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په دې مراسمو کې د سفارت پر ډیپلوماټانو او ځايي عامو افغانانو او سوداګرو سربېره د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محترم وفا حاجیوف او همکارانو یې هم ګډون کړی و.
ښاغلي حاجیوف ویلي؛ مونږ راغلي یو، چې له اسلامي امارت سره خپله دوستي او ورورګلوي ثابته او ترې ملاتړ څرګند کړو. مونږ سترې پروژې لرو؛ ټاپ، ټاپي او کاسا زر، چې د سفارت په همکارۍ به یې پلي کولو ته هڅې کوو.
فضل محمد صابر د کوربه هېواد استازیو او افغانانو ته ډاډ ورکړ، چې افغان سفارت به په ټول توان ټول هغه خدمات، چې د سفارت د دندو په لایحه کې دي په بشپړ تعهد او اخلاص تر سره کړي.
تازه خبرونه
متقي او اوورچوک د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د دواړو هېوادونو سیاسي اړیکې مثبتې بللي او د روسیې له رهبرۍ یې د افغانستان په اړه د مثبت سیاست له کبله مننه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مسکو کې د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال الکسي اوورچوک سره لیدلي او د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي همغږۍ ترڅنګ یې د اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیټي او انرژۍ د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د دواړو هېوادونو سیاسي اړیکې مثبتې بللي او د روسیې له رهبرۍ یې د افغانستان په اړه د مثبت سیاست له کبله مننه کړې ده.
نوموړي ټینګار کړی، چې شته سیاسي همغږي باید پر عملي اقتصادي شراکت بدله شي او په سوداګرۍ، ټرانزیټ، سیمهییز اتصال، روسي پانګونې، انرژۍ، کانونو او بانکي او تادیاتي آسانتیاوو کې د همکاریو پر پراختیا یې ټینګار کړی دی.
الکسي اوورچوک هم له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو لپاره د روسیې چمتووالی څرګند کړی او څرګندوي، چې د عملي همکاریو د پیل لپاره اوس مناسب شرایط برابر شوي دي.
نوموړي د ټرانزیټ، ټرانسپورټ، انرژۍ او په نورو برخو کې له افغانستان سره د ګډ کار پر پراختیا ټینګار کړی او د تېر کال د سوداګرۍ د پام وړ زیاتوالي یادونه یې کړې ده.
اوورچوک هیله څرګنده کړې، چې په نږدې راتلونکې کې به د افغانستان او روسیې ترمنځ ډېرې عملي اقتصادي همکارۍ رامنځته شي.
تازه خبرونه
د امریکا ۳۰ ایالتونو د سپټمبر د یوولسمې قربانیانو ته د افغانستان د شتمنیو د ورکړې غوښتنه وکړه
د آیوا ایالت د لویې څارنوالۍ دفتر ویلي، دغو ایالتونو سترې محکمې ته په وړاندې کړي غوښتنلیک(عریضه) کې د بریدونو د قربانیانو او د هغوی د کورنیو ملاتړ کړی؛ هغو کسانو، چې د امریکا په فدرالي محکمو کې یې د غرامت د ترلاسه کولو حکمونه ترلاسه کړي دي.
د امریکا د ۳۰ ایالتونو څارنوالانو د دې هېواد له سترې محکمې غوښتي، چې د افغانستان بانک د شاوخوا ۳.۵ میلیارډ کنګل شویو ډالرو قضیه وڅېړي؛ دا هغه شتمني ده، چې د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو قربانیان او د قربانیانو کورنۍ یې د غرامت لپاره غواړي.
د آیوا ایالت د لویې څارنوالۍ دفتر ویلي، دغو ایالتونو سترې محکمې ته په وړاندې کړي غوښتنلیک(عریضه) کې د بریدونو د قربانیانو او د هغوی د کورنیو ملاتړ کړی؛ هغو کسانو، چې د امریکا په فدرالي محکمو کې یې د غرامت د ترلاسه کولو حکمونه ترلاسه کړي دي.
د دغه دفتر د څرګندونو له مخې، دغو کسانو له کلونو قضايي هڅو وروسته په ټوله کې د نږدې ۱۷ میلیارډ ډالرو غرامت د ترلاسه کولو حکمونه ترلاسه کړي؛ خو د امریکا د استیناف د دوهیمې حوزې محکمې حکم کړی، چې د افغانستان بانک شاوخوا ۳.۵ میلیارډ ډالر شتمنۍ د غرامت د ورکړې لپاره نهشي کارېدلی.
دغه شتمنۍ د ۲۰۲۱ز.کال په اګست کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا سره سم د امریکا د خزانې وزارت لهخوا کنګل شوې دي. د امریکا حکومت وروسته د شاوخوا ۷ میلیارډ کنګل شویو ډالرو له نیمایي؛ یعنې ۳.۵ میلیارډ ډالرو څخه د افغان فنډ د جوړولو پرېکړه وکړه.
د امریکا د ایالتونو لوی څارنوالان استدلال کوي، چې د دغه هېواد قوانین د دغو شتمنیو د کارولو اجازه ورکوي.
د آیوا ایالت لویې څارنوالې برینا بِرډ ویلي؛ د بریدونو قربانیانو او د هغوی کورنیو د امریکا د قضايي نظام له لارې د عدالت او غرامت لپاره هڅې کړې دي او باید هغو پیسو ته لاسرسی ولري، چې محکمو ورته د غرامت په توګه ټاکلې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تل د افغانستان بانک د شتمنیو د بېرته آزادولو غوښتنه کړې ده.
تازه خبرونه
آریانا افغان هوایي شرکت د یو پاکستاني شرکت ۱۵ کلن انحصار پای ته ورساوه
د آریانا افغان هوایي شرکت د رسنیو دفتر ویلي، یاد پاکستاني شرکت «زپویز» د لوړو بیو په بدل کې د کلونو لپاره د آریانا د ټکټونو د پلور او عملیاتي سیسټمونو کنټرول په لاس کې درلود او د دغو سیسټمونو تخنیکي معلومات او رازونه هم له دغه شرکت سره ساتل کېدل.
آریانا افغان هوایي شرکت ويلي، د ټکټونو د پلور، عملیاتي سیسټم او اوبپاڼې سیسټمونه یې له شاوخوا ۱۵ کلونو وروسته د یوه پاکستاني شرکت له انحصاره ووتل.
د آریانا افغان هوایي شرکت د رسنیو دفتر ویلي، یاد پاکستاني شرکت «زپویز» د لوړو بیو په بدل کې د کلونو لپاره د آریانا د ټکټونو د پلور او عملیاتي سیسټمونو کنټرول په لاس کې درلود او د دغو سیسټمونو تخنیکي معلومات او رازونه هم له دغه شرکت سره ساتل کېدل.
آریانا افغان شرکت ويلي؛ د دې شرکت نوی سیسټم د یوه ترکي شرکت پر همکارۍ فعال شوی، چې اوس مهال یې له عصري او معیاري خدمتونو څخه په اروپا، آسیا او افریقا کې له ۸۰ څخه ډېر نړیوال هوایي شرکتونه ګټه اخلي.
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoهند او پاکستان د یو بل لوړپوړي ډیپلوماتان احضار کړل
-
تازه خبرونه3 days agoترکیې له افغانستان څخه هند ته د نشهيي توکو پر لېږد تورن کس هند ته وسپاره
-
تازه خبرونه13 hours agoآریانا افغان هوایي شرکت د یو پاکستاني شرکت ۱۵ کلن انحصار پای ته ورساوه
-
تازه خبرونه2 days agoد واخان ۱۲۱ کیلومټره سړک د چین تر پولې بشپړ شو
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد یمن حکومت د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو د بېرته نیولو عملیات پیل کړل
-
لوبی1 day agoد افغانستان کرکټ لوبډله په راتلونکو میاشتو کې له ګڼو نړیوالو لوبو سره مخ ده
-
تازه خبرونه2 days agoایران او افغانستان له ګډو فرصتونو او ګواښونو سره مخ دي – ایرانی ډیپلوماټ
-
تازه خبرونه2 days agoمونږ د افغانانو او پاکستانيانو بېځایه وینه تویول ناروا ګڼو- عبداللطیف منصور
