تازه خبرونه
په غزني، کندهار او هلمند کې ۲۴ طالب جنګیالي وژل شوي- دفاع وزارت
دفاع وزارت په غزني، کندهار او هلمند ولایتونو کې پرامنیتي پوستو د وسلوالو طالبانو له بریدونو خبر ورکوي.
یاد وزارت په ډاګه کړې، چې تېره ورځ وسلوالو طالبانو د غزني ښار د اسفندي سیمي پر امنیتی پوستو بریدونه کړي، چې د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ او په کې ۵ وسلوال طالبان وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
دغه راز افغان ځواکونو د غزني ولایت د قره باغ په اړوند سیمه کې هوایي بریدونه تر سره کړي؛ ۶ طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
د دفاع وزارت د څرګندنو له مخې؛ وسلوالو طالبانو تېره شپه د دې ولایت د میوند ولسوالۍ په جګرو کمپ کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې په نښتو کې ۹ طالبان وزل شوی دي.
دغه راز په هلمند ولایت په مارجه ولسوالۍ کې ۴ وسلوال طالبان وژل شوی دي.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا پېښه تېره ورځ د وسلوالو طالبانو په هغه برید کې رامنځته شوې، چې افغان ځواکونه پر ګزمه راوتلي وه.
دفاع وزارت د افغان ځواکونو د ځاني زیان په اړه څه ندي ویلي.
طالبانو د دغو پېښو د رامنځته کیدو په اړه څه ندي ښکره کړي.
تازه خبرونه
«غیرشرعي» غوښتنې نهمنو- د اسلامي امارت رهبر
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ شیخ هبةالله آخوندزاده دا څرګندونې د شنبې پر ماښام( د زمري څلیریشتمه ) د کندهار په نظامي هوايي ډګر کې یوې غونډې ته کړې دي.
د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده وايي، «غیرشرعي» غوښتنو ته به مثبت ځواب ورنهکړي او د «ناوړه فرمایشونو» پر ځای د خلکو الهي او دیني حقونو ته ژمن دی.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ شیخ هبةالله آخوندزاده دا څرګندونې د شنبې پر ماښام( د زمري څلیریشتمه ) د کندهار په نظامي هوايي ډګر کې یوې غونډې ته کړې دي.
هغه یو ځل بیا پر یووالي او اطاعت ټینګار کړی او له خلکو یې غوښتي؛ د هغه څه تر اغېز لاندې رانشي، چې نوموړي د «دښمنانو ناسم تبلیغات» بللي دي.
نوموړي له خلکو وغوښتل، چې د اسلامي نظام ملاتړ وکړي، د دغه نظام د مخالفانو پر تبلیغاتو ونهغولېږي او د دیني عالمانو او مشرانو درناوی وکړي.
هغه پر یووالي، اتفاق، ورورولۍ او اطاعت هم ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې د کندهار ولایت یو شمېر لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو هم ګډون کړی و.
ویل کیږي، چې د غونډې په پای کې د اسلامي امارت د امنیتي او دفاعي ځواکونو رسمګذشت هم ترسره شو او پرمختللې پوځي وسلې او تخنیکي وسایط نندارې ته وړاندې شول.
تازه خبرونه
ایران کولی شي په افغانستان کې له مهمو اقتصادي فرصتونو ګټه واخلي – عراقچي
دغه راز هغه د ایران او افغانستان ترمنځ روغتیايي ګرځندوی ظرفیتونو ته د نغوتې پر مهال ویلي: د ایران بهرنیو چارو وزارت د افغان وګړو لپاره د ویزو په صادرولو کې کوم خنډ نهلري او چمتو دی، چې د روغتیايي ګرځندوی لپاره د ویزو د ورکړې بهیر آسانه کړي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ګاونډ هېوادونه د بندیزونو په شرایطو کې د دغه هېواد له مهمو اقتصادي ظرفیتونو څخه بللي او د اقتصادي او سیمهییزو همکاریو پر پراختیا یې ټینګار کړی دی.
عراقچي د رضوي خراسان ولایت د ګرځندوی او لاسي صنایعو د پانګهوالو په ځانګړې غونډه کې ویلي، چې ګاونډ هېوادونه په اوسنیو شرایطو کې د ایران په بهرنۍ تګلارې او اقتصادي همکاریو کې د دغه هېواد «تر ټولو ستر فرصت» بلل کېږي.
دغه راز هغه د ایران او افغانستان ترمنځ روغتیايي ګرځندوی ظرفیتونو ته د نغوتې پر مهال ویلي: د ایران بهرنیو چارو وزارت د افغان وګړو لپاره د ویزو په صادرولو کې کوم خنډ نهلري او چمتو دی، چې د روغتیايي ګرځندوی لپاره د ویزو د ورکړې بهیر آسانه کړي.
عراقچي زیاته کړې؛ د روغتیايي ګرځندوی لپاره باید ځانګړي سیسټمونه او روښانه بهیرونه رامنځته شي، چې وړ کسان وکولی شي پر ډېرو آسانیو ایران ته ولاړ شي او د بهرنیو چارو وزارت هم په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
د ایران بهرنیو چارو وزیر همداراز د اقتصادي ستونزو د اواري لپاره د ولایتونو پر واکونو د زیاتولو ټینګار کړی او څرګندوي؛ د دغه هېواد ولسمشر هم د ولایتونو د واکونو پر پراخولو ټینګار کوي، چې ستونزې په سیمهییزه کچه په چټکۍ او د ښه پوهاوي له مخې اوارې شي.
عراقچي د«ولایتي ډیپلوماسۍ» تجربې ته په نغوته کې ویلي، چې د ایران او ګاونډ هېوادونو ترمنځ په سرحدي سیمو کې پر ولایتي کچه آسانه او چټکې اوارېدای شي.
هغه زیاته کړې، که د رضوي خراسان او افغانستان ترمنځ پر پوله کومه ستونزه رامنځته شي؛ د دواړو خواوو د سیمهییزو چارواکو له لارې یې اوارول کابل او تهران ته د موضوع له لېږدولو او د دواړو پلازمېنو ترمنځ د خبرو له پیلولو آسانه کېدای شي.
تازه خبرونه
د تورخم له لارې افغانستان ته د بشري مرستو ۷۲۴ موټر راولېږدېدل
د پاکستان« ټوډی» ورځپاڼې د راپور له مخې، په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي او استازي محمد یحیی ویلي؛ د مرستو ۷۲۴ موټر له تورخم څخه تېر شوي او په افغانستان کې اړمنو کورنیو ته رسېدلي دي.
د تورخم له لارې افغانستان ته د بشري مرستو هغه ۷۲۴ موټر راولېږدېدل، چې د ملګرو ملتونو او پاکستانيو اړوند چارواکو د څرګندونو له مخې؛ له اړمنو کورنیو سره د حیاتي مرستو د رسولو لپاره رالېږدول شوي دي.
د پاکستان« ټوډی» ورځپاڼې د راپور له مخې، په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي او استازي محمد یحیی ویلي؛ د مرستو ۷۲۴ موټر له تورخم څخه تېر شوي او په افغانستان کې اړمنو کورنیو ته رسېدلي دي.
هغه د پاکستان له حکومت او ټولو هغو کسانو مننه کړې، چې د دې بشري لارې په پرانیسته کې یې همکاري کړې ده.
د لارو د تړل کېدا ترڅنګ پرلهپسې نښتو او اقتصادي ستونزو د تورخم دواړه غاړې خلک له سختو شرایطو سره مخ کړي دي.
دغه راز ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو هڅه کړې، چې زیانمنو کورنیو ته خوراکي توکي او نورې حیاتي مرستې ورسوي.
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د ملګرو ملتونو د اعلان په غبرګون کې ویلي، چې اسلامآباد له دې بشري هڅې ملاتړ کړی او د افغانستان له اړمنو کورنیو سره یې د مرستو په رسولو کې همکاري کړې ده.
د دغو مرستو لېږد په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ امنیتي ترینګلتیا اوس هم روانه ده. اسلامآباد څو ځله افغانستان د تحریک طالبان پاکستان او وسلهوالو ډلو پر ملاتړ تورن کړی؛ خو کابل دا تور ردوي او د پاکستان ناامني د دغه هېواد کورنۍ ستونزه بولي.
سره له دې، چې لارې د عادي سوداګرۍ پر مخ تړلي او امنیتي ترینګلتیا روانه ده؛ افغانستان ته د بشري مرستو لېږد آسانه شوی دی.
تېره میاشت هم د تورخم له لارې د خوړو نړیوال پروګرام د مرستو له ۲۶ موټر، څخه ۲۱ موټر افغانستان ته داخل شوي وه.
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان بانک ویزهکارت او نوی«حسابپی » کاریال نندارې ته وړاندې کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپر بېړیو تازه بریدونه؛ د ایران او امریکا خبرې بیا له خنډ سره مخ شوې
-
تازه خبرونه4 days agoپه بغلان کې د اوبو پر سر شخړه؛ څلور کسان ووژل شول
-
تازه خبرونه4 days agoد اوبو کمښت او بېسارې تودوخې پر کرنې فشار زیات کړی – افایاو
-
تازه خبرونه3 days agoمولانا فضل الرحمن په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت جوړېدونکو مراسمو ته وبلل شو
-
لوبی3 days agoافغان کرکټ لوبډلې د نوې ریکارډ پر ثبتولو له ایرلینډ څخه د یو ورځنۍ سیالیو لړۍ وګټله
-
تازه خبرونه2 days agoتاجکستان له هوايي حریم څخه د سرغړونې له کبله افغانستان ته اعتراضي یادښت واستاوه
-
څار5 days agoڅار: د پېنځمې کلیزې لپاره د اسلامي امارت چمتووالی
