سیمه ییز خبرونه
په غزني كې امنيتي ځواكونو د اختر لپاره كلك امنيتي تدابير نيولي دي
د غزني ولايت امنيتي چارواكي وايي، چې د پوليسو روزنيزه كچه لوړه شوې، نو لدې امله يې ډېر عمليات بريالي دي. په همدې وخت كې دغزني ځينې اوسېدونكي هم د امنيتي ځواكونو په چلند او د امنيت په ټينگښت خوښ دي.
د غزني د امنيې قوماندان زړور زاهد وايي:
هركال په دې ولايت كې له زرو ډېرو پوليسو ته د پولندي ځواكونو له خوا مسلكي روزنه وركول كېږي.
نوموړى زياتوي، چې د پولندي ځواكونو لخوا پوليسو ته مسلكي زده كړې وركول كېږي نو ځكه روان كال كې زمونږ د پوليسو عمليات بريالي دي.
په همدې وخت كې د غزني ښار يو شمېر اوسېدونكي هم له خلكو سره د امنيتي ځواكونو چلند ستايي او د امنيت په ټينگښت خوښي څرگندوي.
د غزني د امنيې قوماندان وايي، وسله وال طالبان د پاكستان په لارښوونه نه غواړي، چې په افغانستان كې سوله او آرامي راشي او زموږ هېواد پرمختگ وكړي. ده له خلكو وغوښتل، چې د امنيت په ټينگښت كې له امنيتي ارگانونو سره همكاري وكړي.
زاهد همدارنگه زياتوي، چې په روان كال كې په غزني كې طالبانو سخته ماتې خوړلې او د مشهورو محلي طالب قوماندانانو په شمول يې له درې سوو ډېر طالبان په بېلابېلو عملياتو كې وژل شوي او نيژدې دوه سوه نور نيول شوي دي.
