تازه خبرونه

په غزني كې د امنيه قوماندانۍ د اوروژنې څانگه ورغول شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په غزني كې د پولند د بيارغونې ولايتي ډلې د امنيې قوماندانۍ د اوروژنې څانگه بيا ورغوله.

چارواكي وايي، نوموړي بنسټ له دې څانگې سره د وسايلو مرسته هم كړې او شپاړس كسانو ته يې مسلكي روزنه وركړې ده.

هغه پولندي روزونكي، چې افغان ځواكونه يې روزلي وايي دوى چمتو دي، چې هرډول اور كنترول كړي.

په غزني كې د اوروژنې پولندي روزونكى كوجيسكي مروج په ډاگه كړه، چې:

افغان ځواكونه ښه وړتيا لري او هغه څه، چې مونږ ور ښودلي ښه يې زده كړي دي. اوس دوى توانيدلي، چې د اور له پېښو سره مبارزه وكړي او پولند د اوروژنې دوه پرمختللي موټر له ټولو اړينو او پرمختلليو وسايلو سره، چې له څلور سوه زره ډېر ارزښت لري هم وركړي دي.

د غزني د امنيه قوماندانۍ د اوروژنې مسوول وايي، په لوړ پوړيو ودانيو كې د اور وژنې لپاره كافي امكانات نه لرو او تراوسه هم چمتو نه يو .

نوموړى په وينا، د غزني د اوروژنې شپاړس كسان په تېرو دوه كلونو كې د پولندي روزونكيو له خوا په مسلكي توگه روزل شوي دي.

Trending

Exit mobile version