سیمه ییز خبرونه
په غزني كې د غزني ولايتي شورا منشي خانزاده ډبول شوى
د غزني د ولايتي شورا منشي او يو شمېرغړي ادعا كوي، چې:
تېره ورځ د استاد رباني د فا تحې په مراسمو كې د دغې شورا منشي د والي د ساتونكيو له خوا ډبول شوى دى.
د غزني د ولايتي شورا منشي نانزاده وايي:
د خلكو له حقونو يې دفاع كړې او دغزني له والي څخه د حيثيت د اعادې غوښتونكى دى.
دغزني والي وايي:
د ولايتي شورا دې غړي د شهيد رباني ملي شخصيت ته سپكاوى كړى دى.
د غزني ولايتي شورا منشي عبدالولي خانزاده دا يوه پلمه گڼي.
د غزني د ولايتي شورا مرستيال امان الله كامراني وايي:
دا د خلكو غږ د چوپولو په موخه د والي يوه دسيسه ده.
د غزني والي محمد موسى اكبر زاد له آريانا تلويزيون سره په ټيليفوني خبرو كې د دې كارلامل د شهيد رباني شخصيت ته د ولايتي شورا د منشي توهين وباله.
هغه وايي، چې:
د ولايتي شورا منشي د ده ساتونكيو نه، بلكې خلكو ډبولى دى .
د غزني د ولايتي شورا منشي د دې ادعا په ردولو وايي، چې د هېواد ټولو شخصيتونو ته درناوى لري.
د يادونې وړده، چې د غزني يو شمېراوسيدونكي هم په همدې موخه او د دغه ولايت د خلكو له حقونو څخه د دفاع په موخه د ولايتي شورا دفتر ته راټول شول او د دې وكيل د حيثيت د اعادې غوښتونكي شول.
