سیمه ییز خبرونه
په غزني كې د مدافع وكيلانو لپاره دفتر جوړشو
په غزني ولايت كې د مدافع وكيلانو د دفتر جوړونكي وايي:
هڅه كوو، چې د مدافع وكيل د نشتوالي او حقوقي پوهاوي په برخه كې د خلكو ستونزې حل كړو.
په همدې وخت كې يو شمير خلك د دغه ولايت په عدلي او قضايي ارگانونو كې د خپلو حقوقي قضيو له ټكنيتوب شكايت كوي.
كه څه هم په غزني كې هره ورځ داسې پېښې رامنځته كيږي، چې په حلولو كې يې مدافع وكيل ته اړتيا ده، خو تراوسه په دغه ولايت كې د مدافع وكيلانو دفتر نه و.
په دغه ولايت كې په لومړي ځل يو شمېر مدافع وكيلانو د جمعې په ورځ(د كب۴) خپل دفتر پرانيست.
مدافع وكيل سيد تواب حسيني وايي:
هڅه كوو، چې د حقوقي كارونو ترڅنگ په حقوقي برخه كې د خلكو د پوهاوي كچه هم لوړه كړو.
په همدې وخت كې يو شمير كسان، چې د غزني په محاكمو كې دوسيې لري د كار له ټكنيتوبه شكايت كوي او وايي:
كه د محكمو له كړنو رسنيو ته شكايت وكړي، نو نور يې هم كارونه ځنډيږي.
د غزني د استيناف محكمې رييس خواجه مير صمد حقداد او د څارنوالۍ رييس عبدالرشيد عابد د خلكو اعتراضونه مني، خو د ځنډ لامل يې د دوسيو زياتوالى وښود.
ياده دې وي، چې په ډېرو ولسواليو كې د ناامنيو له كبله د ولسواليو قاضيان په مركز كې فعاليت كوي.
د دغه حقوقي دفترمسوولين وايي، چې په ولسواليو كې به هم خپلې څانگې پرانيزو؛ ځكه، چې د خلكو قضيو ته لاسرسى خپل كاري لومړيتوبونه گڼو.
