سیمه ییز خبرونه
په غزني كې د مدافع وكيلانو لپاره دفتر جوړشو
په غزني ولايت كې د مدافع وكيلانو د دفتر جوړونكي وايي:
هڅه كوو، چې د مدافع وكيل د نشتوالي او حقوقي پوهاوي په برخه كې د خلكو ستونزې حل كړو.
په همدې وخت كې يو شمير خلك د دغه ولايت په عدلي او قضايي ارگانونو كې د خپلو حقوقي قضيو له ټكنيتوب شكايت كوي.
كه څه هم په غزني كې هره ورځ داسې پېښې رامنځته كيږي، چې په حلولو كې يې مدافع وكيل ته اړتيا ده، خو تراوسه په دغه ولايت كې د مدافع وكيلانو دفتر نه و.
په دغه ولايت كې په لومړي ځل يو شمېر مدافع وكيلانو د جمعې په ورځ(د كب۴) خپل دفتر پرانيست.
مدافع وكيل سيد تواب حسيني وايي:
هڅه كوو، چې د حقوقي كارونو ترڅنگ په حقوقي برخه كې د خلكو د پوهاوي كچه هم لوړه كړو.
په همدې وخت كې يو شمير كسان، چې د غزني په محاكمو كې دوسيې لري د كار له ټكنيتوبه شكايت كوي او وايي:
كه د محكمو له كړنو رسنيو ته شكايت وكړي، نو نور يې هم كارونه ځنډيږي.
د غزني د استيناف محكمې رييس خواجه مير صمد حقداد او د څارنوالۍ رييس عبدالرشيد عابد د خلكو اعتراضونه مني، خو د ځنډ لامل يې د دوسيو زياتوالى وښود.
ياده دې وي، چې په ډېرو ولسواليو كې د ناامنيو له كبله د ولسواليو قاضيان په مركز كې فعاليت كوي.
د دغه حقوقي دفترمسوولين وايي، چې په ولسواليو كې به هم خپلې څانگې پرانيزو؛ ځكه، چې د خلكو قضيو ته لاسرسى خپل كاري لومړيتوبونه گڼو.
سیمه ییز خبرونه
د اماراتو له لارې د ایراني وګړو تګ راتګ ودرول شو
دغه راز فلای دوبۍ اوبپاڼې څرګنده کړې: هغه ایرانی وګړي، چې د متحده عربي اماراتو «زرینه یا طلایي ویزه» لري؛ له دې قانون څخه مستثنا دي او اجازه لري، چې د دې هېواد له لارې داخل شي او یا ټرانزیټ وکړي.
په دوبۍ کې د اماراتو هوایي شرکت اوبپاڼې د چارشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې ایراني وګړي د متحده عربي اماراتو له لارې د ننوتلو یا لېږد اجازه نلري.
دغه راز فلای دوبۍ اوبپاڼې څرګنده کړې: هغه ایرانی وګړي، چې د متحده عربي اماراتو «زرینه یا طلایي ویزه» لري؛ له دې قانون څخه مستثنا دي او اجازه لري، چې د دې هېواد له لارې داخل شي او یا ټرانزیټ وکړي.
دا بندیزونه په داسې حال کې پلي کیږي، چې د ایران او خلیجي هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی مخ پر زیاتېدا دی.
سیمه ییز خبرونه
د کویټې ښار په څنډه کې د ګازنللیکه له چاودنې سره مخ شوې
د سویلي سویي ګاز شرکت ویاند ویلي؛ د بلوچستان ایالت د مرکز کویټې ښار په څنډه کې نامعلومو کسانو د ګاز رسولو یوې ۱۸ انچه نللیکې ته چاودنه ورکړې، چې له کبله یې پېنځه سیمې له ګاز رسولو بې برخې شوې دي.
د راپورونو له مخې؛ د دوشنبې پر ورځ د کویټې ښار په څنډه کې د طبیعي ګاز نللیکه له چاودنې سره مخ شوې، چې له کبله یې څو سیمو ته د ګاز رسولو چارې ځنډېدلې دي.
د سویلي سویي ګاز شرکت ویاند ویلي؛ د بلوچستان ایالت د مرکز کویټې ښار په څنډه کې نامعلومو کسانو د ګاز رسولو یوې ۱۸ انچه نللیکې ته چاودنه ورکړې، چې له کبله یې پېنځه سیمې له ګاز رسولو بې برخې شوې دي.
هیچا د دغې چاودنې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی؛ خو په سیمه کې بیلتون غوښتونکي وسلوال هڅې لري.
بیلتون غوښتونکي له اوږدې مودې راپدېخوا له حکومت سره جګړه کوي؛ حکومت او پوځ پر نښه کوي. دوی په اسلامآباد کې مرکزي حکومت تورنوي، چې ځایي خلک یې له هغه څه څخه بېبرخې کړي، چې دوی یې خپل حق ګڼي.
د سویلي سویي ګاز شرکت ویاند ډاډ څرګند کړی، چې انجینرانو د نللیکې پر رغولو کار پیل کړی دی.
سیمه ییز خبرونه
په پاکستان کې د ایران د جګړې په اړه سیمه ییزه غونډه د هرمز تنګي پر بیا پرانستلو راڅرخیږي
د اسلامآباد په ترسره شویو خبرو اترو کې د هرمز تنګي د بیا پرانستلو او د انرژۍ د حیاتي لارې په اوږدو کې د بار وړلو د بیا پیلولو پر وړاندیزونو بحث وشو.
پاکستان د ترکیې، مصر او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه ورځنۍ ناستېې کوربتوب ترسره کړ، چې خبرې په کې د ایران د جګړې د پای ته رسولو پر لارو چارو راوڅرخېدې.
د اسلامآباد په ترسره شویو خبرو اترو کې د هرمز تنګي د بیا پرانستلو او د انرژۍ د حیاتي لارې په اوږدو کې د بار وړلو د بیا پیلولو پر وړاندیزونو بحث وشو.
د غونډې له لومړۍ ورځې وروسته د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، چې د سیمې د هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو «په سیمه کې د جګړې د ژر او دوامداره پای ته رسولو لپاره د ممکنه لارو په اړه بحث وکړ.»
هغه دا هم ویلي، چې ګډونوالو ته په اسلام آباد کې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د امکان په اړه هم خبر ورکړ شوی دی.
دا غونډه په داسې وخت کې ترسره شوې، چې ایران د امریکا د هر ډول ځمکني برید خبرداری ورکړی او همدارنګه د ایران، امریکا او اسرائیل ترمنځ د روانې نښتې پر مهال په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې لوړې شوې دي.
د راپورونو له مخې؛ په خلیج کې د بار وړلو د مدیریت لپاره ځینې وړاندیزونه هم شوي دي.
د هرمز تنګی پخوا د نړۍ د تېلو او مایع طبیعي ګازو د نږدې پېنځمې برخې لپاره د ټرانزیټ لارې په توګه کار کاوه؛ خو پر ایران د امریکا او اسرائیلو له هوایي بریدونو وروسته له دې لارې تګ راتګ محدود شوی دی.
اسحاقدار ویلي، چې ګډون کوونکو هېوادونو په ډیپلوماټیکو هڅو کې د پاکستان له رول ملاتړ کړی او چین هم د دې نوښت لپاره خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند په اسلامآباد کې د سیمهییزو هېوادونو (پاکستان، سعودي عربستان، ترکیې او مصر) د وروستیو ډیپلوماټیکو هڅو په غبرګون کې ویلي، چې دا ډول ناستې د دغو هېوادونو لهخوا رامنځته کیږي او ایران په کې هيڅ راز ګډون نهکوي.
-
تازه خبرونه1 day agoپه ۳ ولایتونو کې له ۲۷.۵ میلیون جریب څخه ډېر څړځایونه تثبیت شول
-
لوبی5 days agoپه بامیان کې ۲۳۰ سکي بازانو په زړهراکښونکې سیالیو کې برخه واخیسته
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه پاکستان کې د ایران د جګړې په اړه سیمه ییزه غونډه د هرمز تنګي پر بیا پرانستلو راڅرخیږي
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد اماراتو له لارې د ایراني وګړو تګ راتګ ودرول شو
-
تازه خبرونه4 days agoافغانانو په لندن او اوسلو کې د پاکستان د یرغل پر ضد لاریون وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې د ټاپي نللیکې ۲۵ کیلومټره کار بشپړ شوی- د کانونو وزارت
-
نړۍ2 days agoله برید پرته به د ایران په جګړه کې برخه وانخلو – احمد الشرع
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد کویټې ښار په څنډه کې د ګازنللیکه له چاودنې سره مخ شوې

