سیمه ییز خبرونه
په غزني كې د مهاجرينو د ښارگوټي د غاصبانو پر ضد لاريون شوى
د غزني يو شمېر اوسيدونكې د ځمكې د غاصبينو په وړاندې په لاريونونو لاس پورې كړ .
د غزني د ساى دوآب په سيمه كې د مهاجرينو د ښارگوټي يو شمېر استازي ادعا لري، چې دا سيمه عامه ملكيت دى؛ خو اوس يو شمېر خلك په كې پخپل سر كورنونه جوړوي.
دوى د اعتراض په ډول د غزني ولايتي شورا ته ورغلل او غواړي، چې په دغه سيمه كې د كورونو جوړول بند كړي .
دوى همدا راز ادعا كوي، چې دغه ځمكه د سيمه ييزو چارواكو په مرسته د زورواكانو له خوا غصب شوې ده.
د غزني والي محمد موسې اكبرزاده ياده ادعا ردوي او وايي، چې د دې سيمې د چاپېريال خلك شرعي قباله نه لري.
د غزني څارنوالى د حقوقو رييس عبدالرزاق عزيزي وايي:
دغه سيمه د مهاجرينو د ښارگوټي له سرك سره تړاو نه لري.
د يادولو وړ ده، چې په هېواد كې د دولتي او شخصي ځمكو غصب يوه لويه ستونزه بلل كيږي، چې د هېواد په گوټ گوټ كې افغانان ورسره مخ دي او ډېر كله د خلكو تر منځ د شخړو لامل هم كيږي.
