تازه خبرونه

په غزني كې د يوې ترافیكي پيښې له کبله نهه تنه مړه شوي

Published

on

(Last Updated On: )

نن سهار د كابل- كندهار په لويه لاره د غزني د روضې كوتل په سيمه كې یوه ترافیکي پېښه رامنځته شوې ده.

د غزني د ترافيكو مدير محمد الله احمدي وايي؛ په دې سيمه كې يو ۳۰۳ موتر، چې له كابل څخه كندهار ته روان و له يوې سراچې موتر سره ټكر شوى دى.

هغه زیاتوي؛ په دې پېښه كې د سراچې موتر ټولې سپرلۍ، چې نهه تنه ول مړه شوي دي.

د نوموړي په وینا؛ په دې كسانو كې دوه ماشومان، دوه ښځې او پېنځه نرينه شامل دي، چې كابل ته روان ول.

د دې پېښې لامل د بس موتر چلوونكي بې ځايه مخكې كيدل بلل شوي او د ۳۰۳ بس موتر چلوونكى تښتيدلى دى.

Trending

Exit mobile version