سیمه ییز خبرونه
په غزني كې د ځمكپوهنې پوهنتون جوړيږي
له غزني ولايت څخه پولنډي پوځي سلاكاران له خپلې پوځي اډې ووتل؛ ځكه په پلان كې ده، چې په دې سيمه كې د كان پېژندنې پوهنتون جوړ شي.
سيمه ييز چارواكي وايي:
د دغې ډلې پوځي تاسيسات پوهنتون ته پاتې كيږي او په راتلونكې كې به د ځمكې پيژندنې ستر پوهنتون چې په هېواد كې به بې سارى وي، په دې ځاى كې جوړ شي.
د غزني والي محمدموسی اکبرزاده وايي:
د اسلامي ثقافت مركز ته څيرمه په پوځي اډه كې شاوخوا سل پولنډي پوځيان ميشت ول. اوس په دې سيمه كې د كان پېژندنې ستر پوهنتون جوړيږي، چې د نورو ولايتونو محصلان به هم د زده كړو په خاطر دلته راځي.
په كابل كې د پولند سفير پیوترلوکیزیویجوايي:
د پولند د دولت او سفارت په استازيتوب مونږ دا ځاى تسليموو او له تاسو سره خپل كارونه پاى ته رسوو. مونږ غير پوځي خلك يو، جگړې نه كوو او تل به له تاسې سره همكار يو.هيله من يو، چې د غزني چارواكي تل د پولند له سفارت سره په اړيكو كې وي.
د غزني امنيه قوماندان زړور زاهد د دغې ډلې له همكاريو مننه وكړه.
د غزني د چارواكو په وينا، د دې سيمې مساحت څه باندې۳۵۰جريبو ته رسيږي. دغه سيمه د اسلامي ثقافت مركز، پوهنتون، ليليه، د ښوونكيو لپاره د استوگنې كورونه، جومات، ميلمستون، سر پوښلى بازار او شنه سيمه رانغاړي.
