تازه خبرونه

په غزني كې طالبانو د جاغوري، مالستان او اجرستان ولسواليو لارې تړلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

سيمه ييز چارواكي وايي، طالبانو پر لويو لارو ماينونه ځاى په ځاى كړي او خلكو ته يې خبردارى وركړى، چې تر ټاكنو به پر دې لارو تگ راتگ نه كوي.

د غزني د والي مرستيال محمدعلی احمدي وايي:

د ټاكنو په درشل كې وسلوالو طالبانو د غزني د درې ولسواليو مواصلاتي لارې تړلي او خلكو ته يې خبردارى وركړى، چې د ټاكنو تر پاى ته رسيدو پر دې لارو تگ راتگ ونه كړي.

د غزني د ولايتي شورا غړې حمیده گلستاني وايي:

وسلوالو د دوشنبې په ورځ(د كب۴) د مسافرو پر يوه موټر ډزې كړي، چې يو تن يي وژلى او بل ټپي شوى دى.

د جاغوري ولسوال ظفرشریف له آريانا نيوز سره په تيليفوني خبرو كې ويلي، وسلوالو د وري له دوه يمې را پديخوا دا لارې تړلي او د خوراكي او غير خوراكي توكو بيې هم اوچتې شوې دي.

ولسوال وايي، كوم محصلين، چې د ژمنيو رخصتيو د تېرولو لپاره خپلو كورنو ته تللي، په نوموړيو سيمو كې ايسار پاتې دي.

ويل كيږي، چې دا لومړى ځل نه دى، چې وسلوال دا لارې تړي، په تېرو كلونو كې هم د وسلوالو غلو او د وسلوالو فعاليتونو له كبله دا لارې تړل شوې وې.

Trending

Exit mobile version