تازه خبرونه
په غزني كې طالبانو د جاغوري، مالستان او اجرستان ولسواليو لارې تړلي
سيمه ييز چارواكي وايي، طالبانو پر لويو لارو ماينونه ځاى په ځاى كړي او خلكو ته يې خبردارى وركړى، چې تر ټاكنو به پر دې لارو تگ راتگ نه كوي.
د غزني د والي مرستيال محمدعلی احمدي وايي:
د ټاكنو په درشل كې وسلوالو طالبانو د غزني د درې ولسواليو مواصلاتي لارې تړلي او خلكو ته يې خبردارى وركړى، چې د ټاكنو تر پاى ته رسيدو پر دې لارو تگ راتگ ونه كړي.
د غزني د ولايتي شورا غړې حمیده گلستاني وايي:
وسلوالو د دوشنبې په ورځ(د كب۴) د مسافرو پر يوه موټر ډزې كړي، چې يو تن يي وژلى او بل ټپي شوى دى.
د جاغوري ولسوال ظفرشریف له آريانا نيوز سره په تيليفوني خبرو كې ويلي، وسلوالو د وري له دوه يمې را پديخوا دا لارې تړلي او د خوراكي او غير خوراكي توكو بيې هم اوچتې شوې دي.
ولسوال وايي، كوم محصلين، چې د ژمنيو رخصتيو د تېرولو لپاره خپلو كورنو ته تللي، په نوموړيو سيمو كې ايسار پاتې دي.
ويل كيږي، چې دا لومړى ځل نه دى، چې وسلوال دا لارې تړي، په تېرو كلونو كې هم د وسلوالو غلو او د وسلوالو فعاليتونو له كبله دا لارې تړل شوې وې.
تازه خبرونه
روسیې له افغانستان سره د انرژۍ د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
د افغانستان برښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې؛ د دې شرکت اجرائیوي رییس عبدالحق همکار د روسیې د انرژۍ وزارت له مرستیال ولادمیر خازوف سره په لیدنه کې د انرژۍ په اړه دوهاړخیزې همکارۍ اړینې بللې دي.
د افغانستان برښنا شرکت ويلي، چې مسکو ته د دې ادارې د پلاوي په سفر کې روسي چارواکو له دې هېواد سره د برښنا په برخه کې د همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی دی.
د افغانستان برښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې؛ د دې شرکت اجرائیوي رییس عبدالحق همکار د روسیې د انرژۍ وزارت له مرستیال ولادمیر خازوف سره په لیدنه کې د انرژۍ په اړه دوهاړخیزې همکارۍ اړینې بللې دي.
په دې لیدنه کې روسي لوري هم د افغانستان له پلاوي هرکلی کړی او له افغانستان سره یې د انرژۍ او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره پهخپلې ژمنتیا ټینګار کړی او دا یې د خپلو ناستو د دوامدارې اجنډا برخه بللې ده.
همدارنګه په روسیه کې د افغانستان سفیر ګل حسن حسن د برښنا د انرژۍ او تخنیکي همکاریو د اړیکو پراختیا اړینه بللې او د روسیې له همکاریو یې مننه کړې ده.
د افغانستان برښنا شرکت د څرګندونو له مخې؛ دا لیدنه د تخنیکي همکاریو د پراختیا، د پانګونې د جلبولو او په هېواد کې د برښنا د وضعیت د ښهوالي لپاره ترسره شوې ده.
تازه خبرونه
د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړی استازی پر رسمي سفر کابل ته راغلی
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ ټاکل شوې، چې ضمیر کابلوف نن( سې شنبه د غویي اتمه) د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي او د اسلامي امارت له ځینو لوړپوړو چارواکو سره لیدنې او خبرې اترې وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف پر رسمي سفر کابل ته راغلی دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ ټاکل شوې، چې ضمیر کابلوف نن( سې شنبه د غویي اتمه) د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي او د اسلامي امارت له ځینو لوړپوړو چارواکو سره لیدنې او خبرې اترې وکړي.
ویل کېږي، چې د دغو خبرو اترو اصلي محورونه به سیاسي اړیکې، اقتصادي همکاري، سوداګري، سیمهییز بدلونونه او د افغانستان او روسیې ترمنځ نور ګډ مسایل وي.
دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي، چې دواړو خواوو په وروستیو کلونو کې پر بېلابېلو برخو لکه پانګونو، ودانیزو جوړښتونو او سیمهییز امنیت په اړه ډیپلوماتیکې او عملي اړیکې پراخې کړې دي.
تازه خبرونه
پر کونړ پوهنتون د پاکستاني پوځ راکټي برید؛ لسګونه زدهکړیالان او استادان ټپیان شوي
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم دا پېښه غندلې او دا یې «ډارن، ظالمانه او د ټولو اسلامي او نړیوالو اصولو خلاف عمل» بللی دی.
د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زدهکړو وزارت ویلي، چې نن(دوشنبه د غویي اوومه) پاکستاني پوځ لهخوا د کونړ ولایت د سید جمالالدین افغاني پوهنتون په ترسره شوي راکټي برید کې یو شمېر زدهکړیالان او استادان ټپیان شوي او د پوهنتون ودانۍ ته هم پراخ زیان اوښتی دی.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم دا پېښه غندلې او دا یې «ډارن، ظالمانه او د ټولو اسلامي او نړیوالو اصولو خلاف عمل» بللی دی.
خبرپاڼې زیاته کړې؛ په دې برید کې شاوخوا ۳۰ زدهکړیالان او استادان ټپیان شوي او د پوهنتون ودانۍ او چاپېریال ته سخت زیان رسېدلی دی.
د لوړو زدهکړو وزارت دغه عمل پر علم او د افغانستان پر بنسټیزو ارزښتونو برید بللی او له نړیوالو بنسټونو یې غوښتي، چې د دې پېښې پر وړاندې چوپ پاتې نهشي.
د وزارت د څرګندونو له مخې؛ د لوړو زدهکړو وزیر امر کړی، چې ټپیان دې ژر تر ژره روغتیايي مرکزونو ته ولېږدول شي.
ویل کیږي، چې اسلامي امارت د هېواد د علمي مرکزونو، پوهنتونونو او ښوونیزو بنسټونو امنیت ته ژمن دی.
-
تازه خبرونه5 days agoفرضي کرښې ته نږدې ۱۲۵ پراختیایي پروژۍ پلې کیږي
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoایران امریکا ته د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او جګړې د پای ته رسولو وړاندیز وکړ- اکسیوس
-
تازه خبرونه5 days agoولس د استخباراتي کړیو د توطیو او نیرنګونو پر وړاندې هوښیار او متحد دی -نوراللهنوري
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد ټرمپ پرېکړې د ایران–امریکا د سولې هیلې اغېزمنې کړې
-
لوبی2 days agoافغانستان، ازبکستان او تاجکستان د غېږنیونې په نړیواله سیالۍ کې غوره مقامونه خپل کړل
-
تازه خبرونه2 days agoافغانستان د برښنا سکټور د ودې لپاره د روسیې پانګونې ته لېوال دی
-
نړۍ2 days agoد ډونالډ ټرمپ په شتون کې د سپینېماڼۍ د خبریالانو کلنۍ مېلمستیا د ډزو ښکار شوه
-
تازه خبرونه2 days agoد بیات پاور او افغان ګاز د تړون غځېدا؛ د کورني برښنا تولید به لس کاله نور هم دوام وکړي

