سیمه ییز خبرونه
په غزني كې قير شوي واټونه د ټيټ كيفيت لرونكي دي
په غزني ښار كې ښاروالۍ د هغو سړكونو د قيركولو چارې نه يوازې ځنډولي، چې ويل كيږي ټيټ كيفيت لري، بلكې د قيرشويو واټونو ځينې برخې يې بېرته ويجاړې كړې هم دي.
دا په داسې حال كې ده، چې له دې وړاندې هم ځينو خلكو او سيمه ييزو چارواكو د سړكونو د قيرله ټيټ كيفيت څخه شكايت كړى و.
د غزني ښاروال فریدون احمدي وايي:
د ښاروالۍ د څارنې ډله هره ورځ د رغونې پروژې څاري.
ده ډاډ وركړ، چې:
هيڅ ساختماني شركت ته به اجازه ورنكړشي، چې د قانون خلاف او بې كيفيته كار وكړي.
د پروژو د تطبيق كوونكيو شركت چارواكو څه نه دي ويلي.
د غزني والي محمدموسی اکبرزاده وايي:
د سړكونو د قير كار په لابراتواري هڅو څارل كيږي.
نوموړي د ۱۴ كيلومتره سړك قير بې كيفيته وباله، چې د كابل- كندهار د لويې لار ترڅنگ پروت دى.
د دې پروژې كار دوه كاله مخكې پيل شوى و؛ خو دا، چې پروژه بې كيفيته وه، تر اوسه ځنډيدلې ده.
ويل كيږي، چې د بې كيفيته پروژو په وړاندې دا د غزني ښاروالۍ لومړنى اقدام دى، چې عملي كيږي.
په غزني ښار كې ځينې هغه سړكونه، چې مخكې قيرشوي، له لږ وخت وروسته بېرته ويجاړ شوي او په ځينو واټونو كې؛ خو د قير نښه هم نه ليدل كيږي.