سیمه ییز خبرونه
په غزني كې چارواكي د ۲۰۱۳م كال د فرهنگي نندارې له تياريو خبر وركوي
د غزني ولايت چارواكي غواړي، چې “ غزني په افغانستان او افغانستان په غزني كې” تر سرليك لاندې غوره شوى تگلورى پلى كړي.
دوى وايي، چې:
د هېواد له يو شمېر واليانو سره مو پرېكړه كړې، چې ولايتونو ته د ورننوتو په دروازو كې به د غزني د ۲۰۱۳م كال فرهنگي نندارې په وياړ ننداريزې دروازې جوړې شي.
د دوى په وينا، دا پرېكړه هم شوې، چې د غزني ولايت واټونه به د ولاياتو په نومونو ياديږي.
د غزني والي محمد موسى اكبر زاده وايي:
كه څه هم دې نندارې ته ډېر وخت نه لرو؛ خو بيا هم هيله من يو، چې د وري تر وروستيو ورځو به ولايتونو ته د ورننوتو ننداريزې دروازې جوړې شي او د تلې تر مياشتې به يو يا دوه څلي غزني د اسلامي هېوادونو د تمدن د مركز په توگه ان شالله ووينو او افغانستان به په غزني كې وليدل شي.
دغه هڅې د دې لپاره د پلي كيدو په حال كې دي، چې ټاكل شوې غزني په روان ميلادي كال كې د نړۍ د اسلامي تمدن د مركز په توگه ونومول شي.
د غزني چارواكو په ډاگه كړې، چې د دغې نندارې د تر سره كولو لپاره بشپړه تياري لرو.
د ۲۰۱۳م كال د نندارې نمانځلو لپاره د ولاياتو د سيمه ييزو توليداتو د ښودنې لپاره ځانگړې خيمې، د عنعنوي لوبو ننداره، د دغه ښار د پېژندنې لپاره د درې توكو كتابونو چاپ او د غزني د تاريخي آبدو د پېژندنې د لوحو لگول د دغې فرهنگي نندارې د تياريو غوره برخې دي.
چارواكي وايي:
د دغې فرهنگي نندارې د پېژندنې د لومړني پړاو نمانځنه د ۱۳۹۲ل كال د وري په ۲۴ بيل كيږي.
د دوى په وينا، د تلې په مياشت كې به غزني ښار ته د اسلامي نړۍ د ستر مركز نوم وركړ شي.