تازه خبرونه
په غزني ولايت كې د ټاكنو په اړه څوارلس درغلۍ ثبت شوي
په غزني كې د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون چارواكو په ځينو ولسواليو كې د شپاړس ټاكنيزو درغليو له ثبتولو خبر وركړى.
په غزني كې د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون مسوول عبدالقدير تگين وايي، تراوسه د درغليو څوارلس مستندې پېښې ثبت شوي دي.
هغه وايي دا درغلي په ناهور، قرباغ ، گيلان، مقر او آب بند ولسواليو كې رامنځته شوې دي.
نوموړى په ډاگه كوي، چې:
پر دغو شكايتونو كار روان دى او ښايي له څېړنو وروسته د ټاكنو پر پايلو اغېزه وكړي .
د هغه په وينا، ښايي د غزني له نورو ولسواليو څخه هم نور شكايتونه راورسيږي.
دغه راز نوموړى وايي:
داسې اسناد يې ترلاسه كړي، چې د رايو ډېر صندوقونه د ولسوالانو، ښاروالانو او د ولسواليو د امنيه قوماندانانو له خوا د كوم مشخص نوماند په گټه ډك شوي دي.
دا په داسې حال كې ده، چې د راۍ وركولو په ورځ د امنيتي ځواكونو په گډون شپږ كسان د پوليسو له خوا نيول شوي دي.