تازه خبرونه

په غزني کې د القاعده یو مهم قومندان ووژل شو

Published

on

د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو په غزني ولایت کې د القاعده یو مهم قومندان وژلی دی.

د ملي امنیت عمومي ریاست څرګنده کړې، چې د دې ریاست د ځانګړیو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د القاعده شبکې د هندي برخې مهم قومندان ابو محسن المصري ووژل شو.

المصري ، د القاعدې مهم قومندان د امریکا د فدرالي څېرنو ادارې تر څار لاندې نوملکړ کې راغلی و.

هغه په امریکا کې د امریکایی اتباعو پر وژلو او د بهرنیو تروریستي سازمانونو لپاره د آسانتیاوو په برابرولو محکوم شوی و.

د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل ویلي، چې المصري او د القاعدې یو شمېر غړي د تېرو څو اوونیو په اوږدو کې په منظم ډول شاوال وادیو او غزني ته تګ راتګ کړی دی.

دغه راز د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي ویلي، چې په افغانستان کې د ملي امنیت ریاست لخوا د القاعدې د کليدي غړي وژل کېدل له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د نږدې اړیکو او د افغان حکومت او خلکو پروړاندې د دوی د ګډو تروریستي فعالیتونو ښکارندویي کوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، دا اړیکې اوس هم په خپل حال پاتې دي او طالبان پدې اړه بېلابېلو اړخونو ته دروغ وايي.

Trending

Exit mobile version