تازه خبرونه
په غزني کې له ماین چاودنې ۱۴ عامو وګړيو ته مرګ و ژوبله اوښتې
په غزني ولایت کې د سړک غاړې له ماین چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ عامو وګړیو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.
د غزني والي ویاند واحدالله جمعهزاده رسنیو ته ویلي؛ پرون مازیګر د جغتو ولسوالۍ په قیاق دره سیمه کې هغه مهال د سړک غاړې ماین چادونه رامنځته شوه، چې د ملګي وګړیو د سپرلۍ موتر د وسلوالو مخالفانو لخوا پر ایښودل شوي ماین وربرابر شو.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د ملکي وګړیو پر یوه فلاینګ کوچ ډوله موتر د وسلوالو مخالفانو له لوري د سړک غاړه ځای پر ځای شوی ماین چاودېدلی، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې شپږ ملکي وګړي وژلي او اته نور ټپیان دي.
جمعهزاده زیاته کړې؛ ټپیان د غزني ولایت ملکي روغتون ته رسول شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان دفاع وزارت د فاریاب ولایت د دولت آباد ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ملي امنیتي او د فاعي ځواکونو په ځمکني او هوایي بریدونو کې د طالبانو د سرې قطعې د یوه قومندان په ګدون د ۲۵ وسلوالو طالب جنګیالو له مرګ و ژوبلې خبر ورکړی دی