Connect with us

تازه خبرونه

په غزنی، بغلان او هلمند کې د طالبانو بریدونه ډېر شوي

خپور شوی

د

که څه هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې درندې نښتې روانې دي؛ خو راپورونه په ډاګه کوي، چې طالبان په بغلان او غزني ولایتونو کې د ښارونو پر لوري د پرمختګ په حال کې دي.

د راپورونو له مخې؛ د غزنی او بغلان ولایتونو یو شمېر سرتېري له طالبانو سره په نښتو کې وژل شوي او یو شمېر نور طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د شهر کوه سیمه د وسلوالو طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

ځايي چارواکو تائید کړې او څرګندوي، چې د دولتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ د تاکتیکي شاتګ پر مهال هیڅ راز نښتې رامنځته شوې ندي.

دغه راز سرچینو په ډاګه کړې، چې تېره شپه په دې ولسوالۍ کې له دوه پوستو څخه سرتېري طالبانو ته تسلیم شوي دي.

که څه هم د ولسوالۍ ولسوال په دوه پوستو کې د امنیتي ځواکونو تسلیمیدل ردوي؛ خو د ولایتي شورا مشر محمد صفدر محسني آریانا نیوز ته ویلي، چې لږ تر لږه ۶۰ سرتېري له دوه پوستو څخه پر وسلو او تجهیزاتو مجهز طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد څرګنده کړې، چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ ډېری سیمې دوی نیولې دي.

هغه دا هم ویلي، چې له  ۲۰۰ ډېر امنیتي سرتېري له طالبانو سره یوځای شوي او خپل پوځي تجهیزات یې له ځان سره لیږدولي دي.

همدارنګه د غزني ولایت ځایي چارواکو څرګنده کړې، چې په دې ولایت کې د اردو څلور پوستې طالبانو نیولي دي.

د چارواکو د څرګندونو له مخې، د دې ولایت په آرزو کلي کې دوه امنیتي پوستې د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

د غزنی ولایتی شورا غړي عبدالجامع جامي ویلي؛ د دغو دوه پوستو د څلیریشت امنیتي ځواکونو برخلیک ناڅرګند دی.

نوموړي زیاته کړې، چې له دې سره اوس طالبان د غزني ښار ته نږدې شوي دي.

هغه خبرداری ورکړ، چې که امنیتي ځواکونه مدیریت نشي؛ د غزنی ښار به هم طالبان ونیسي.

همدارنګه یوې بلې معتبرې سرچینې هم آریانا نیوز ته ویلي، چې د غزني په خواجه عمري ولسوالۍ کې د چارشنبې پر شپه دوه پوستې طالبانو ونیولې.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، په پېښه کې لږ تر لږه ۱۵ پولیس وژل شوي دي.

د هېواد ملي دفاع وزارت تر دې دمه د دغو ادعاوو په اړه څه ندي ویلي.

یو شمېر کارپوهان پدې باور دي، چې طالبانو د استانبول په ناسته کې د ګټې د ترلاسه کولو لپاره بریدونه ډېر کړي دي.

دا مهال په هیلمند ولایت کې سخته جګړه روانه ده، چې په پایله کې یې زرګونه خلک له خپلو کورونو تښتیدلي دي.

د راپورونو سره سم امریکا هم تېره شپه په دې ولایت کې د طالبانو پر وړاندی  او د افغان ځواکونو پر ملاتړ هوایي بریدونه کړي دي.

د چارشنبې پر ورځ د میوند قول اردو قومندان  سمیع سادات ویلي وه، چې طالبانو د هلمند ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۸۹ بریدونه کړي او دا ټول بریدونه د افغان امنیتي ځواکونو پرشاتمبولي او وسلوالو طالبانو ته په کې درنده مرګ و ژوبله اوښتې ده.

نوموړي ډاډ څرګند کړی، چې د افغان ځواکونو مورال لوړ دی او دوی ډاډمنو تجهیزاتو ته پوره لاسرسی لري او د شته تجهیزاتو په مرسته دوی کولی شي طالبانو ته ماته ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ټول هېواد کې نښتو له هغې وروسته ډېر زور واخیست، چې امریکايي ځواکونو د شنبې پر ورځ په رسمي بڼه د ځواکونو تدریجي وتل پیل کړل؛ خو طالبانو د امریکا تدریجي وتل د دوحې له تړونه سرغړونه یاده کړې ده.

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!