تازه خبرونه
په غزه کې د اسرائیلو پر بریدونو د یو ماشوم او د الجزیرې د یوه خبریال پر ګډون ۹ کسان وژل شوي
د روغتیايي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د غزې ښار په صبره سیمه کې د استوګنې پر ودانۍ د اسرائیلو د هوايي برید له کبله د دوه ښځو او یوه ماشوم په ګډون څلور فلسطینیان وژل شوي دي. په دې برید کې یو اپارتمان ویجاړ شوی او څو نور کسان هم ټپیان دي.
په غزه تړانګه کې روغتیايي چارواکو ویلي، چې د شنبې پر ورځ د اسرائیلو د هوايي بریدونو او ډزو له کبله د یو ماشوم او د الجزیرې خبري څانګې د یوه خبریال پر ګډون لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي دي.
د روغتیايي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د غزې ښار په صبره سیمه کې د استوګنې پر ودانۍ د اسرائیلو د هوايي برید له کبله د دوه ښځو او یوه ماشوم په ګډون څلور فلسطینیان وژل شوي دي. په دې برید کې یو اپارتمان ویجاړ شوی او څو نور کسان هم ټپیان دي.
د اسرائیلو پوځ ویلي، چې په دې برید کې یې یو وسلهوال کس پر نښه کړی؛ خو نور جزئیات یې نهدي ورکړي.
په یوه بله پېښه کې د اسرائیلي ځواکونو د غزې په شمال کې د بیتلاهیا پر ښار د ډزو له کبله یوه ښځه وژلې ده. همداراز د غزې د جنوب په خانیونس ښار کې د یوه بل هوايي برید له کبله لږ تر لږه یو کس وژل شوی او اته نور ټپیان دي.
څو ساعته وروسته د غزې په منځنۍ برخه کې د البریج کډوالو پر کمپ د یوه بل هوايي برید له کبله یې د الجزیرې شبکې د انځوراخیستونکی احمد وشاح پر ګډون درې کسان وژل شوي دي.
الجزیرې شبکې د احمد وشاح وژل کېدا «یو وحشتناک جنایت» بللي او څرګندوي: هغه نږدې دوه میاشتې وروسته له خپل ورور محمد وشاح، چې د الجزیرې خبریال و؛ ژوند له لاسه ورکړ.
د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳ز.کال د اکټوبر له پیله تر اوسه نږدې ۳۰۰ فلسطیني خبریالان وژل شوي دي.
د اسرائیلو پوځ په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې احمد وشاح د حماس غړی و او د نښهویشتنې هڅې یې کولې؛ خو د دې ادعا لپاره یې کوم سند نهدی وړاندې کړی. حماس او الجزیرې دغه ادعا رد کړې ده.
د الجزیرې د څرګندونو له مخې، د احمد وشاح له وژل کېدا سره د هغو خبریالانو شمېر ۱۲ ته ورسېد، چې د ۲۰۲۳ز.کال له اکټوبر راپدېخوا په غزه کې د دې شبکې له لیکو وژل شوي دي.
سره له دې، چې د تېر کال په اکټوبر کې اوربند ټینګ شوی و؛ د اسرائیلو بریدونه پر غزې اوس هم روان دي.
د غزې روغتیا وزارت ویلي، چې د اوربند له نافذېدا راراپدېخوا د اسرائیلو د بریدونو له کبله څه نا څه ۱۱۰۰ فلسطینیان او فلسطیني وسلهوالو هم په غزه کې څلور اسرائیلي سرتېري وژلي دي.
اسرائیل وايي، له دې بریدونو موخه د حماس او نورو وسلهوالو ډلو د بریدونو مخنیوی دی.
دغه راز اسرائیل او حماس اوس هم د غزې لپاره د ډونالډ ټرمپ د وړاندیز شوي پلان د بل پړاو پر سر اختلاف لري. اسرائیل غواړي حماس بېوسلې شي او د غزې واک پرېږدي؛ خو حماس د بشپړې بېوسلې کېدا شرط د فلسطین د خپلواک دولت د جوړېدا لپاره د سیاسي بهیر له پیل سره تړلی بولي.
د اسرائیلو د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۳ز. کال د اکټوبر پر اوومه د حماس په برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي وه.
د غزې روغتیا وزارت بیا ویلي، چې له هغه وخت راپدېخوا په دې سیمه کې له ۷۳ زره ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.