نړۍ
په غزه کې د اسرائیلو پر بریدونو ۳۰ کسان ووژل شول
ډاکټرانو ویلي، چې د اسرائیلو د عملیاتو دا وروستۍ مرګ او ژوبله د غزې په خان یونس، جبالیا او نصیرات کې د اسرائیلو د جلا جلا بریدونو له کبله رامنځته شوې ده.
د سیمهییزو روغتیایي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د یکشنبې پر ورځ په غزه کې د اسرائیلو پر پوځي بریدونو د مرستې او ژغورنې د یوه چارواکي او سیمهییز خبریال په ګډون لږ تر لږه ۳۰ فلسطینیان ووژل شول.
ډاکټرانو ویلي، چې د اسرائیلو د عملیاتو دا وروستۍ مرګ او ژوبله د غزې په خان یونس، جبالیا او نصیرات کې د اسرائیلو د جلا جلا بریدونو له کبله رامنځته شوې ده.
دوی ویلي په جبالیا کې سیمهییز خبریال حسن مجدي ابو ورده او د کورنۍ څو غړي د یکشنبې پر ورځ د هغه په کور د هوايي برید له کبله ووژل شول.
د ډاکټرانو د څرګندونو له مخې؛ په نصیرات کې پر یو بل هوايي برید د سیمې د ملکي بېړني خدماتو یو لوړ پوړی چارواکی اشرف ابو نار او د هغه میرمن په خپل کور کې وژل شوي دي.
د حماس له لوري اداره کېدونکې د غزې دولتي رسنیو دفتر رویټرز ته ویلي، چې د ابو ورده مړینې د ۲۰۲۳ کال له اوکتوبر راپدېخوا په غزه کې د وژل شویو فلسطیني خبریالانو شمېر ۲۲۰ ته لوړ کړ.
د اسرائیلو د پوځ په یوه بیان کې راغلي، چې د پوځ مشر ایال ضمیر د یکشنبې پر ورځ په خان یونس کې له ځواکونو سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې “دا یوه نه ختمیدونکې جګړه نده” حماس خپلې ډېری شتمنۍ د قومنداني او کنټرول په ګډون له لاسه ورکړې دي.
ایال ضمیر زیاته کړې: “مونږ به د یرغمل شویو کسانو د بېرته کورته د راګرځولو، د حماس د له منځه وړلو، د هغوی د واکمنۍ د له منځه وړلو لپاره خپل هر راز وسایل وکاروو.”
د اسرائیلو په دې خبرپاڼه کې د یکشنبې د بریدونو په اړه څه ویل شوي ندي.
د یکشنبې پر ورځ د سره صلیب نړیوالې کمیټې آی سي آر سي ویلي، چې د دوی دوه کارکوونکي؛ ابراهیم عید او احمد ابو هلال د شنبې پر ورځ د خان یونس د اړوند سیمې په یوه کور د برید پر مهال وژل شوي دي.
دې کمیتې پر اوربند او مرستو رسولو خپله غوښتنه بیا تکرار کړې ده.
په یوه بله خبرپاڼه کې د غزې د رسنیو دفتر ویلي، چې اسرائیلي ځواکونه د غزې د تړانګې د ۷۷ سلنه برخې کنټرول په لاس کې لري یا د ځمکنیو ځواکونو یا د تخلیې امرونو او بمباریو له لارې، چې اوسیدونکي یې له خپلو کورونو لرې ساتلي.
د حماس جنګیالیو او اسلامي جهاد څانګو د یکشنبې پر ورځ په بېلابېلو خبرپانو کې ویلي، چې جنګیالیو د غزې په څو سیمو کې د اسرائیلي ځواکونو پر وړاندې د بمونو او ټانک ضد راکټونو پر کارولو ډېری کمینونه او بریدونه ترسره کړي دي.
د جمعې پر ورځ اسرائیلي پوځ ویلي، چې دوی د شپې په اوږدو کې د غزې پر ډېرو سیمو بریدونه کړي، د وسلو زیرمې تاسیساتو او راکټ لانچرونو په ګډون یې ۷۵ هدفونه پر نښه کړي دي.
اسرائیل د ۲۰۲۳ کال د اوکتوبر پر اوومه د حماس وسلوالو د پولې هاخوا برید وروسته په غزه کې هوایي او ځمکنۍ جګړه پیل کړه، چې د اسرائیلو د څرګندونو له مخې هغه مهال ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ یرغمل شوي کسان غزې ته وتښتول شول.
د غزې روغتیایي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دې شخړې له ۵۳ زره ۹۰۰ څخه ډېر فلسطینیان وژلي او ساحلي ټرانګه یې ویجاړه کړې ده. مرستندویه ډلې وايي، چې ورسره د سختې خوارځواکۍ لمنه هم پراخه شوې ده.
