سیمه ییز خبرونه

په فارس خلیج کې د ایران او امریکا کړکېچ سخت شوی؛ متقابل بریدونه، نوې تورونه او د سولې د هوکړې د ماتېدا اندېښنې

د راپورونو له مخې: دا نښتې له هغې وروسته نورې هم سختې شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی و؛ امریکا ښايي «پر پوځي بریدونو کار پای ته ورسوي» او که وضعیت همداسې دوام وکړي، ایران به له سختو پایلو سره مخ شي.

Published

on

د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچونو د زیاتېدو پر دوام دواړو لوریو بیا متقابل بریدونه او سخت تورونه مطرح کړي؛ په داسې حال کې، چې د څلور میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې لنډمهاله هوکړه شاوخوا دوه اوونۍ مخکې لاسلیک شوې وه.

د راپورونو له مخې: دا نښتې له هغې وروسته نورې هم سختې شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی و؛ امریکا ښايي «پر پوځي بریدونو کار پای ته ورسوي» او که وضعیت همداسې دوام وکړي، ایران به له سختو پایلو سره مخ شي.

له دې څرګندونو څو ساعته وروسته، ایران د یکشنبې پر سهار د کویټ او بحرین پر امریکایي پوځي اډو راکټي او بې‌پیلوټه بریدونه وکړل.

د سیمه‌ییزو سرچینو د څرګندونو له مخې، دې بریدونو په فارس خلیج کې د نښتو نوې څپې پیل کړه.

امریکا هم ویلي، چې د هرمز تنګي پر یوه سوداګریز ټانکر د برید په ځواب کې یې د ایران پر پوځي اهدافو نوي عملیات ترسره کړي دي.

د امریکا مرکزي قومنداني(سنتکام) ویلي، چې دا بریدونه د «امریکایي سوداګریزو کښتیو پر ضد د ایران د پرله‌پسې دښمنیو» په ځواب کې شوي دي.

سنتکام همداراز ویلي، چې پر نښه شوي اهداف د ایران د پوځي تاسیساتو بېلابېل برخې؛ لکه د څارنې او مخابراتو سیسټمونه، د هوايي دفاع تجهیزات، د بې‌پیلوټه الوتکو زېرمې او د ماین‌ښودنې وسایل ول.

په همدې حال کې ایران یو ځل بیا امریکا د اوربند د هوکړې پر نقض تورنه کړې او څرګندوي، چې دا بریدونه به د ډیپلوماټیک بهیر مخه پوره ونیسي.

د ایران سپاه پاسداران خبرداری ورکړی، چې په سیمه کې امریکایي اډې به په راتلونکو ورځو کې له «سختو پایلو» سره مخ شي.

امریکایي چارواکو تائید کړې، چې په سیمه کې پر امریکایي پوځي تاسیساتو بریدونه شوي؛ خو تر اوسه د مرګ‌ او ژوبلې یا جدي زیانونو راپور  ورکړ شوی نه‌دی.

هغوی همداراز ویلي، چې وضعیت اوس هم تر څېړنې لاندې دی.

په بحرین کې هم له دې بریدونو وروسته د دوه‌یم ځل لپاره د خطر زنګونه وهل شوي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت دا اقدام له خپل حاکمیت او امنیت ښکاره سرغړونه بللې او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا یې د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې ده.

دغه راز د هرمز تنګي د امنیت په اړه اندېښنې هم زیاتې شوې دي؛ دا هغه لاره ده، چې د نړۍ د انرژۍ د لېږد له مهمو شریانونو څخه شمېرل کېږي او له دې شخړو مخکې د نړۍ شاوخوا یو پر پېنځمه برخه تېل او مایع ګاز له همدې لارې تېرېدل.

د راپورونو له مخې، په خلیج کې د جګړې پر مهال سلګونه کښتۍ او د تېلو ټانکرونه درېدلي وه او د بیا پیل شوي تګ راتګ له کبله نړیوال د تېلو بازار هم له بدلونونو سره مخ شوی دی.

که څه هم امریکا عمان ساحل ته نږدې د جنوبي لارې پر جوړولو ټینګار کړی؛ خو ایران د تنګي د شمالي لارې، چې تر خپل کنټرول لاندې یې ده؛ د کارولو غوښتنه کړې او د کښتیو پر تګ د تعرفې د لګولو احتمال یې هم یاد کړی دی.

په سیمه‌ییزه کچه هم نښتې روانې دي. اسرائیل ویلي، چې د لبنان په جنوب کې یې د حزب‌الله پر ځواکونو بریدونه کړي او د نبطیه په سیمه کې یې د راکټ توغولو یو مرکز پر نښه کړی دی.

همدارنګه ایران امریکا د سولې د هوکړې د ژمنو پر نقض تورنه کړې او ویلي یې دي، چې دا اقدامات په لبنان کې هم بې‌ثباتي زیاتوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په لبنان کې د اوربند هوکړې هم د امریکا پر منځګړیتوب شوې وې؛ خو سره له دې هم نښتې روانې دي. اسرائیل له اشغال شویو سیمو څخه پر نه وتلو ټینګار کړی او حزب‌الله ویلي: تر هغې، چې اسرائیلي ځواکونه د لبنان په خاوره کې وي، خپلې وسلې به پر ځمکه کې‌نږدي.

وضعیت ته پر پاملرنه شنونکي خبرداری ورکوي، چې د ایران او امریکا ترمنځ د نښتو شدت کولی شي د سیمې امنیت، د انرژۍ نړیواله سوداګري او د منځني ختیځ سیاسي ثبات ته پراخې پایلې ولري.

Trending

Exit mobile version