سیمه ییز خبرونه
په فارياب كې ځانمرگي بريد د اختر خوشحالۍ په غم واړولې
په فارياب كې د لوى اختر په لومړۍ ورځ ځانمرگي بريد نه يوازې د دغه بريد قربانيان د غم په ټغر كښينول، بلكې د افغان ولسمشر د اختر خوشحالۍ يې هم په غم واړولې.
ولسمشر حامد كرزي د يكشنبې په ورځ(د لړم۷) فارياب ته د قربانيانو له كورنيو سره د خواخوږۍ په موخه سفر وكړ او څرگنده يې كړه، چې:
دا ځل مو په ارگ كې له خپلو همكارانو سره اختر نه دى كړى.
افغان ولسمشر يو ځل بيا د سعودې عربستان د لوى مفتي هغو خبرو ته نغوته وكړه، چې ځانمرگي بريدونه يې د اسلام مقدس دين خلاف كار بللى و.
د لوى اخترپه لومړۍ ورځ(دلړم۵) يو تن ځان مرگي بريد كوونكي په فارياب كې د اختر له لمانځه وروسته ځانته چاودنه وركړه، چې له كبله يې په دغه ولايت كې د زرگونو كورنيو اختر په غم بدل كړ او دې خونړۍ پېښې پرافغان ولسمشر هم بده اغېزه كړې ده.
په دغه پېښه كې له نوي تنو ډېرو كسانو ته مرگ و ژوبله واوښته، چې د ولسمشر د اختر خوشحاليې هم له منځه يوړه.
افغان ولسمشر د اختر درېيمه ورځ د دغې پېښې د قربانيانو له كورنيو سره د خواخوږۍ په موخه په فارياب كې تېره كړه.
هغو ماشومانو، چې په دغه بريد كې يې د خپلې كورنۍ لويان له لاسه وركړي ول له ولسمشر څخه يو شمېرغوښتنې وكړې.
يو تنكي ځوان، چې د خپلې كورنې شپږ غړي يې په دغه بريد كې له لاسه وركړي د خپل راتلونكې په اړه اندېښنه څرگنده كړه.
د يادولو وړ ده، چې د اختر په لومړې ورځ په فارياب كې د ځانمرگې بريد له كبله يو څلويښت تنه وژل شوي او شپږ پنځوس نور ټپيان دي، چې د هېواد په يو شمېر ولايتونو كې د دغې پېښې له ټپيانو سره د مرستې په موخه د وينې وركولو كمپاين هم پيل شوى دى.