سیمه ییز خبرونه

په فارياب كې ډېرى خلك د اختر د نماځلو او خوښيو پر ځاى د غم په ټغر ناست دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په فارياب كې د لوى اختر په لومړى ورځ تر ځانمرگي بريد وروسته ډېرى خلك د اختر د نمانځلو او خوښيو پر ځاى د غم په ټغر ناست دي او د خپلو وژل شويو دوستانو د فاتحې په مراسمو كې گډون كوي.

كومو كسانو، چې د جمعې د ورځې د ځانمرگي بريد د وژل شويو كسانو د فاتحې په مراسمو كې گډون كړى وايې:

د لوى اختر په لومړۍ ورځ دغه بريد د اسلام د ښمنانانو كار دى.

د ولسي جرگې د روغتيا او ځوانانو د كميسيون رئيس ډاكټر نقيب فايق وايې:

كه حكومت او نړېواله ټولنه د فارياب د امنيتي حالت د ښه والي په موخه كار ونه كړي، خلك به د لاريونونو له قانوني حق څخه استفاده وكړي.

د عامې روغتيا وزيره ثريا دليل، چې د فارياب په مركز ميمنې ښار كې د وروستي ځانمرگي بريد د ټپيانو د درملنې د څارنې لپاره دې ولايت ته تللې، وايې:

د ډېرو ټپيانو روغتيايي حالت ښه دى او په كور دننه به يې درملنه وشي.

د هغې په وېنا د اړتيا په صورت كې دولت چمتو دى ټپيان بهر ته واستوي او لگښت به يې هم وركړي.

په مېمنه كې تر دې بريد وروسته  د كورنيو چارو او عامې روغتيا وزيران او د ملي امنيت رئيس د يوه جگپوړي پلاوي په مشرۍ فارياب ته ولاړل.

په فارياب كې دغه بريد نړيوال غبرگونونه هم را وپارول.

د سعودي عربستان پاچا ملك عبدالله، د آلمان او ايرلند د بهرنيو چارو وزيرانو دا پېښه وغندله.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير وويل، هېواد به يې په افغانستان كې د امنيت د ټينگښت لپاره خپلې همكارى روانې ساتي.

په كابل كې د امريكا سفارت هم دا بريد غندلى او د افغانستان د امنيت د ټينگښت لپاره يې د خپل هېواد د مرستو پر دوام ټينگار كړى دى.

Trending

Exit mobile version