سیمه ییز خبرونه

په فارياب كې د (سي اچ ای)موسسې۴ كاركوونكي تښتول شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د فارياب ولايت امنيتي چارواكي وايي:

د دغه ولايت په پښتونكوټ ولسوالۍ كې طالبانو څلورتنه د لومړنيو زده كړو د درې ښوونكيو په گډون تښتولي دي.

د فارياب امنيه كوماندان وويل:

تښتول شوي كسان د همكارۍ موسسې(سي اچ ای) د دفتر درې ښوونكي او يو موتر چلوونكى دى.

د يادې موسسې يو كاركوونكي، چې نه غوښتل نوم يې واخستل شي؛ آريانا راديو- تلويزيون ته د پېښې پخلى كړى دى.

هغه وويل:

د دغې موسسې ښوونكي د سه شنبې په ورځ (د مرغومي19) له غرمې وروسته د ناموسي له سيمې څخه د دندې د تر سره كولو پرمهال تښتول شوي دي.

د ده په وينا:

طالبانو د دغو ښوونكيو موتر او چلوونكى هم له ځان سره ليږدولي دي.

د فارياب ولايت امنيتي چارواكو په ډاگه كړې، چې د تښتول شويو كسانو په اړه تر دې دمه معلومات نه لرو، خو پلټنې روانې دي.

Trending

Exit mobile version