سیمه ییز خبرونه
په فارياب ولايت كې وسله والو يو سيمه ييز مشر وژلى
په فارياب ولايت كې د سه شنبې په ورځ(د كب ۲) يو سيمه ييز مشر او يوه اميدواره ښځه د پوليسو په جامو كې د وسله والو لخوا په ډزو ووژل شول.
دغه سيمه ييز مشر آغا رحيم مشاور نوميده. پر نوموړى هغه مهال وسله وال بريد وشو، چې د سپرليو په موټر كې له خواجه سبز پوش ولسوالۍ څخه د شيرين تگاب ولسوالۍ پر لوري روان و.
د خواجه سبزپوش ولسوالۍ ولسوال عبدالله معصومي وايي:
پر ښاغلي مشاور بريد كوونكيو پوليسي جامې په تن كړې وې. په دغه وسله وال بريد كې سربېره پر مشاور يوه اميدواره ښځه هم د ښاغلي مشاور د ليږدوونكي موټر په سپرليو كې وژل شوې ده.
ښاغلى معصومي زياتوي:
بريدكوونكيو د غار تپې پر لوري تېښته كړې او پلټنه يې روانه ده.
د فارياب د ولايتي شورا رييس رحمت الله تركستاني د دغه بريد پړه پر وسله والو طالبانو اچولې او وايي:
په سيمه كې آغا رحيم مشاور د دولت په ملاتړ د طالبانو په وړاندې مبارزه كوله او حتا د طالبانو د نامتو كوماندان قاري فيروز په وژنه كې يې له دولتي ځواكونو سره مرسته كړې وه.
تركستانى زياتوي:
طالبانو د دې لپاره، چې د ښاغلي مشاور موټر پرته له ستونزې ودروي د پولسيو جامې يې په تن كړې وې.
طالب وسله والو تر دې دمه د پېښې مسوولت په غاړه نه دى اخيستى.
