نړۍ

په فرانسه کې د امنیتي وضعیت له کبله یوشمېر هېوادونو خپلو وګړو ته خبرداری ورکړ

د شنبې د ورځې د ناکراریو پر مهال د لاریونوالو او پولیسو ترمنځ نښتې وشوې، یو شمېر هټۍ لوټ او د ښاروالۍ یوې ودانۍ ته اور واچول شو.

Published

on

 

د فرانسې په بېلابېلو ښارونو کې د ژوندانه د لګښتونو د لوړېدا او د عامه خدمتونو د کمېدا پر وړاندې له تاوتریخوالي ډکو لاریونونو او ګډوډیو وروسته د اروپا او آسیا یو شمېر هېوادونو خپلو وګړو ته په دې هېواد کې د احتیاط سپارښتنه کړې ده.

د شنبې د ورځې د ناکراریو پر مهال د لاریونوالو او پولیسو ترمنځ نښتې وشوې، یو شمېر هټۍ لوټ او د ښاروالۍ یوې ودانۍ ته اور واچول شو.

ایټالیا په فرانسه کې له خپلو وګړو غوښتي، چې له لویو غونډو لرې پاتې شي او جدي احتیاط وکړي.

د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت مسافرو ته هم سپارښتنه کړې، چې خپل حضور د رسمي اوب‌پاڼې یا غوښتنلیک له لارې ثبت کړي، چې د اړتیا پر مهال چارواکي هغوی وموندلی شي.

جرمني خبرداری ورکړی؛ په راتلونکو ورځو کې د نورو ګډوډیو احتمال هم شته او له خپلو وګړو یې غوښتي، چې د پولیسو لارښوونې مراعات کړي.

دې هېواد دا هم ویلي؛ هغه کسان، چې د چارواکو له امر سره- سره له غیرمجازو لاریونونو څخه ونه وځي، ښايي نغدي جریمه شي یا ترې د اوښتو زیانونو تاوان وغوښتل شي.

د چک جمهوریت خبري آژانس« سي‌ټي‌کې» راپور ورکړی، چې دغه هېواد هم د امنیتي وضعیت د خرابېدا له کبله له خپلو وګړو غوښتي، چې له لاریونونو، لاریونیزو لاریون‌بهیرونو او عامه غونډو لرې پاتې شي.

پولینډ هم له خپلو مسافرو غوښتي، چې له هغو سیمو لرې واوسي، چې لاریونونه په کې روان دي؛ خو دغه هېواد فرانسې ته د سفر په اړه خپله عمومي ارزونه نه‌ده بدله کړې.

هالینډ هم د سفر د هغو سپارښتنو له مخې، چې وروستی ځل د اوکټوبر پر اوومه تازه شوي دي؛ له مسافرو غوښتي، چې له لاریونونو لرې پاتې شي.

ډنمارک، سویډن، فنلنډ او ناروې هم ورته خبرداري خپاره کړي او په فرانسه کې یې له خپلو وګړو غوښتي، چې په لاریونونو کې ګډون ونه‌کړي او د سیمه‌ییزو چارواکو لارښوونې مراعات کړي.

له اروپا بهرد مالیزیا بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د فرانسې لاریونونه څاري.

یاد وزارت سره له دې، چې فرانسې ته یې سفرونه نه‌دي منع کړي؛ خو خپلو وګړو ته یې سپارښتنه کړې، چې د وضعیت تر ښه کېدو پورې غیرضروري سفرونه وځنډوي.

په پاریس کې د مالیزیا سفارت هم په فرانسه کې له خپلو وګړو غوښتي، چې هوښیار واوسي او احتیاط وکړي.

دغه خبرداري ښيي، چې په فرانسه کې د تاوتریخوالي د پراخېدا په اړه د بهرنیو هېوادونو اندېښنې زیاتې شوې دي.

فرانسه د ژوندانه د لګښتونو د لوړېدا او پر عامه خدمتونو د فشار له کبله د خلکو له پراخې ناخوښۍ سره مخ ده. د دې هېواد حکومت له اوسېدونکو او مسافرو غوښتي، چې له حالاتو ځانونه خبر وساتي او د پولیسو لارښوونې مراعات کړي.

Trending

Exit mobile version