نړۍ
په فرانسه کې سراسري لاریونونه پر تاوتریخوالي واوښتل؛ سلګونه کسان ونیول شول
د فرانسې لومړي وزیر سباسټین لکورنو ویلي، د دغو ناکراریو پر مهال ۱۲۰۰ کسان نیول شوي او ۱۵۰ پولیس ټپیان دي.
په فرانسه کې د ژوندانه د لګښتونو د لوړېدا پر وړاندې سراسري لاریونونه د شنبې پر ورځ پر تاوتریخوالي واوښتل، چې په کې د څو ښارونو د پولیسو او لاریونوالو ترمنځ نښتې شوي، پلورنځي لوټ شول او اورلګېدلی دي.
د فرانسې لومړي وزیر سباسټین لکورنو ویلي، د دغو ناکراریو پر مهال ۱۲۰۰ کسان نیول شوي او ۱۵۰ پولیس ټپیان دي.
نوموړي دغه تاوتریخوالی« بېساری سخت» بللی دی.
لکورنو زیاته کړې: « دا معجزه ده، چې د قربانیانو شمېر له دې ډېر نهدی.»
چارواکو په سراسري لاریونونو کې د ګډونوالو شمېر ۵۵۰ زره کسان اټکل کړی؛ خو د« سيژیټ» کارګرو ټولنې دا شمېر ۸۰۰ زره کسان ښودلی دی.
دغه ناکرارۍ د زدهکوونکو له څو اوونیو اعتراضونو وروسته او د فرانسې د اپریل او مې میاشتو د ولسمشرۍ ټاکنو په درشل کې رامنځته شوې دي.
پولیسو د لاریونوالو د خوارهواره کولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز او د اوبو له شیندونکو موټرو کار واخیست. په مقابل کې، یو شمېر لاریونوالو د امنیتي ځواکونو پر لور شیان او اورلوبیز توکي وغورځول. د فرانسې په سویل کې د سناټین ښار د خلکو د کنټرول لپاره د کارېدونکي لاسي بم د چاودنې له کبله د یوه ۱۷ کلن هلک ښی لاس پرې شوی دی.
د پلورنځیو پراخ لوټ او ویجاړول
نقابلرونکو ځوانانو د پاریس، مارسي، نیس، نانټ، بورډو، لیموژ، لیل، ټولوز او سټراسبورګ په ښارونو کې پلورنځي پر نښه شول او سوپرمارکیټونه، درملتونونه، لوکس پلورنځي او د برښنايي وسایلو د پلور مرکزونه یې لوټ کړل.
په پاریس کې د فرانسې خبري آژانس خبریالانو لیدلي، چې د لاریونوالو ځینو ډلو د پلورنځیو د ښیښو له ماتولو او د توکو غلا کولو مخکې امنیتي کمرې له کاره غورځولې دي.
عامه ودانۍ هم د بریدونو هدف وګرځېدې. د لیموژ تاریخي ښاروالۍ ودانۍ، چې له ۱۴۰ کلونو ډېره مخینه لري، وروسته له هغې په اور کې تر ډېره ویجاړه شوه، چې نقابلرونکي لاریونوال ورننوتل. د مارسي او لیل ښاروالیو ته زیانونه واوښتل، په بورډو کې د پولیسو یو مرکز ویجاړ شو او د لیون ښار د ګرځندوی دفتر ته اور واچول شو.
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون دغه تاوتریخوالی غندلی او ویلي یې دي، چې د شتمنیو په ویجاړولو، عامه ودانیو بریدونو او لوټ کې ښکېل کسان به تر قانوني څار لاندې ونیول شي.
د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډي ونس کډوالي د دغو ناکراریو لامل بللې ده.
نوموړي په ایکس پاڼه کې ادعا کړې، چې لوېدیځو هېوادونو د تنوع او خواخوږۍ پر نوم په ټولنه کې د کډوالو د ادغام موضوع له پامه غورځولې ده.
د ژوند د لګښتونو لوړېدل؛ د لاریونوالو د غصې اصلي لامل
دغه لاریونونه د « زېړو واسکټونو» غورځنګ لهخوا رابلل شوي وه. دغه غورځنګ اته کاله مخکې هم د سونتوکو د مالیاتو د لوړولو د پلان پر ضد پراخ لاریونونه کړي دي.
د ژوندانه د لګښتونو لوړېدل، چې په منځني ختیځ کې د جګړې له کبله رامنځته شوي؛ انفلاسیون هم تر یوه بریده زیات کړي، د اعتراضونو له مهمو لاملونو څخه و.لاریونوالو د هېواد له سیاسي مشرتابه او اقتصادي نابرابرۍ څخه هم نارضایتي څرګنده کړې ده.
رژین مونفرویډ، چې ښوونکې ده؛ په سټراسبورګ کې د فرانسې خبري آژانس ته ویلي: « له دې ستړې شوې یوو، چې په لږو معاشونو د ژوند ګوزاره کوو او د کورونو کرایې مو پرلهپسې لوړېږي.»
په پاریس کې لاریونوالو د مکرون د استعفا غوښتنه وکړه او ځینو یې د ۱۷۸۹ز.کال د فرانسې انقلاب ته هم نغوته وکړه.
په مارسي کې لاریونوالو د ښاروالۍ دفترونو ته د ننوتو پر مهال شعارونه ورکول، چې« باسټیل به ونیسو».
د سیاسي کړکېچ زیاتېدل
دغه ناکرارۍ د ولسمشرۍ ټاکنو په درشل کې د فرانسې سیاسي کړکېچ زیات کړی او د دولت مخالفو څېرو هڅه کړې، چې له عامه نارضایتۍ ګټه واخلي.
د ښي اړخي افراطي ګوند نوماندې مارین لوپن بلواګر غندلي او خپل کیڼاړخي سیال ژانلوک میلانشون یې پر تاوتریخوالي د مشروعیت ورکولو تورن کړی دی.
هغې ژمنه کړې، چې خلک به د هغه څه پر وړاندې خوندي کړي، چې نوموړې د افراطي کیڼ اړخي تاوتریخوالی بولي.
میلانشون، چې د وروستیو لاریونونو او د زدهکوونکو د پخوانیو اعتراضونو ملاتړ یې کړی و؛ له ګډونوالو غوښتي، چې له لوټ څخه ډډه وکړي.
نوموړې ویلي، دغه ډول کړنې د غورځنګ له تګلارو سره سمون نهلري.
د ویجاړۍ پراخوالی او د نیول شویو کسانو شمېر د فرانسې د مهمې ټاکنیزې دورې په درشل کې د عامه نظم او امنیت د ټینګښت په اړه نوې پوښتنې راپورته کړې دي.