سیمه ییز خبرونه

په فراه كې خلكو كاري اعتصاب پيل كړى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د فراه ولایت سلگونه اوسیدونکيو په ښاركې د خپلو دوكانونو په تړلو او د فراه په جامع جومات كې په را ټوليدو له دندې د دغه ولايت د والي د ليرې كيدو او د ملي امنيت د رييس د بيا تقررغوښتنه وكړه.

دغو كسانو گواښ كړى، چې:

كه د غوښتنې  يې ونه منل شي؛ نو دوى به عمومي اعتصاب پيل كړي.

لكه څنگه، چې څرگنده ده په فراه كې ناامنۍ ډېرې شوي او څه موده وړاندې شاوخوا اويا تنه د وسله والو طالبانو له خوا وتښتول شول؛ د ملي امنيت رييس پرسيمه ييزو چارواكو تور ولگاوه، چې:

له امنيتي ځواكونو سره همكاري نه كوي او د دوى له خوا د خلكو ژوند ته نه پاملرنه په دغه ولايت كې د ناامنۍ اصلي لامل دى.

د فراه ولايتې شورا ريس حاجې بصيرخان وايي، چې:

په دغه ولايت كې د ناامنيو د ډېريدو او له دندې څخه د دغه ولايت د ملي امنيت د رييس د ليرې كيدو له لامله د فراه ولايت سلگونه اوسيدونكي د دغه ولايت په جامع جومات كې راټول شول او كاري اعتصاب يې پيل كړ.

نوموړى وايي، چې:

له دوه ورځو را پديخوا د ښاردوكانونونه تړل شوي دي .

د فراه ولایتي شورا رييس وايي كه:

د خلكو غوښتنې ونه ومنل شي؛ نو ښايي خلك به په راتلونكيو ورځو كې پراخ لاريونونه پيل كړي.

څه موده وړاندې د فراه ولايت ملي امنيت رييس، چې اوس مهال له دندې ليرې شوى؛ د گاونډ هېوادونو پراستخباراتي شبكو او په ځانگړي توگه د ايران پراستخباراتي كړيو تورلگولى و، چې وسله والو طالبانو ته وسلې او مهمات وركوي.

نوموړي دا خبردارى هم وركړى و، چې كه د دغه ولايت په رهبرۍ كې بدلون را نشي؛ نو ناامنۍ به نورې هم پراخه شي.

د فراه اوسيدونكي وايي، چې:

د دغه ولايت والي په تېرو څو كلونو كې د دوى د څښاك اوبو او برېښنا ستونزې حل نه كړې .

دوى د ناامنيو د ډېريدو لامل د سيمه ييزو چارواكو له خوا د خلكو ژوندانه ته نه پاملرنه ښودلې او گواښ كوي، چې كه دولت د دوى غوښتنې ونه مني؛ نو د دوى كاري اعتصاب  به پراخه شي.

د دغه ولايت والي روح الامين وايي، چې:

د فراه د خلكو لپاره يې د امنيت او د ژوندانه د اسانتيا په اړه تېردرې كاله ډېرې هلې ځلې كړي دي.

نوموړي د امنيت په ټينگښت او د بيارغونې په برخه كې د خلكو رول مهم وباله او له دوى يې غوښتنه وكړه، چې په دې برخه كې له دولت سره همكاري وكړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version