سیمه ییز خبرونه
په فراه ولايت كې ډله ييز ځانمرگي بريدونو كورني او بهرني غبرگونونه راوپارول
كورنيو او بهرنيو چارواكو د طالبانو دا بريد غندلى او وايي، چې د دې پېښې د قربانيانو له كورنيو سره په غم كې شريك او خواخوږي دي.
افغان ولسمشرحامد كرزي په فراه كې د وسله والو طالبانو د ځانمرگو بريدونو په غبرگون كې، چې تېره چهارشنبه(د وري ۱۴) په كې لسگونه كسان ووژل شول؛ طالبان د بهرنيانو لاسپوڅي او دا ډول بريدونه يې ضد اسلامي او انساني كار بللى دى.
حامد كرزى وايي طالبان د پرديو د موخو د تر لاسه كولو لپاره په ډله ييزه توگه ملكي خلك وژني.
هغه له طالبانو غوښتي، چې له خپلو مشرانو د دغو بريدونو موخه وپوښتي.
د هېواد پارلماني غړيو، مدني ټولنو، اشخاضو او علماوو دا بريدونه غندلي او ناروا يې بولي.
د ناتو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن دا بريد وحشيانه بللى او ويلي يې دي، چې:
زه د فراه د محكمې په ودانۍ وحشيانه بريد غندم؛ هغه بريد، چې له كبله يې لسگونه كسانو ته مرگ و ژوبله واوښته. دا بريد د ملكي خلكو د ژوند سپكاوي او بيگناه خلكو ته زيان رسول دي. د دا ډول كړنو لپاره هيڅ توجيه نشته، موږ له قربانيانو او د هغوى له كورنيو سره يو.
راسموسن دغه راز ټينگار كوي، چې ناتو له افغان دولت څخه ملاتړ ته دوام وركوي.
د ملگرو ملتونو امنيت شورا د يوې اعلاميې په خپرولو د فراه بريد په كلكو ټكو غندلى او محكمې ته د دغه ترهگر بريد د عاملينو، تنظيموونكيو او تمويلوونكيو په را كاږولو ټينگار كوي او ټول هېوادونه د خپلو نړيوالو مكلفيتونو مطابق هڅوي، چې د افغان دولت له چارواكو سره په دې بريد كې فعاله همكاري وكړي.
د دې شوراغړيو دغه راز په افغانستان كې عامو خلكو او افغان او نړيوالو سرتېرو ته د القاعده، وسله والو طالبانو او نورو ډلو په گواښوونو اندېښنه ښودلې ده.
د ملگرو ملتونو امنيت شورا ټينگار وكړ، چې هيڅ ترهگريز عمل به د افغانانو په مشرۍ د سولې بهير ، دموكراسي او ثبات، چې د افغانستان خلك ، دولت او نړيواله ټولنه يې ملاتړ كوي زيانمن نه كړي.
امنيت شورا دغه راز د ملگرو ملتونو د پرېكړه ليكونو مطابق د ترهگرۍ په وړاندې د جگړې پردوام ټينگار كړى او د نړى په هره سيمه كې يې ترهگر د نه منلو وړ گڼلى دى.
د فراه ولايت د محكمې پر ودانى د وسله والو طالبانو ډله ييز بريد، چې په كې له پنځوس ډېر وگړي ووژل شول؛ د يو زيات شمېر افغانانو كركه او د لوړ پوړيو بهرنيو چارواكو غبرگون را پارولى دى.