تازه خبرونه
په قرغزستان کې د افغانستان او چین استازو پر سیمهییزې همکارۍ او ثبات ټینګار وکړ
د افغانستان سفارت د څرګندونو له مخې؛ دواړو لوریو په سیمه کې د امنیتي وضعیت، د سیمهییزې سولې او ثبات د پیاوړتیا او د متقابل باور او همکارۍ د زیاتولو پر لارو چارو هم هر اړخیزې خبرې کړې دي.
په قرغزستان کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي عبدالشکور حقاني په بشکیک کې د چین له سفیرې لیو جیانپینګ سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان سفارت د څرګندونو له مخې؛ دواړو لوریو په سیمه کې د امنیتي وضعیت، د سیمهییزې سولې او ثبات د پیاوړتیا او د متقابل باور او همکارۍ د زیاتولو پر لارو چارو هم هر اړخیزې خبرې کړې دي.
د چین سفیرې افغانستان په سیمه کې یو مهم او تاریخي هېواد وباله او ټینګار یې وکړ، چې د دې هېواد ثبات او پرمختګ د ټولې سیمې د امنیت او پرمختګ لپاره اړین دی.
هغې همدارنګه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د بیجینګ پر چمتووالي ټینګار وکړ.
ویل کیږي، چې د افغانستان سفارت چارسمبالي د چین مثبت دریځ وستایه او د سیمهییز ثبات لپاره یې د اسلامي امارت له همکاریو او مثبتو هڅو ډډاډ څرګند کړ.