تازه خبرونه

په قرغزستان کې د حکومت سیاسي مخالفانو حکومتي ودانۍ ونیولې

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۶, ۱۳۹۹)

په قرغزستان کې سیاسي ناکراریو او پر حکومتي ودانیو د مخالفانو وردننه کیدو دا هېواد له سیاسي ګډوډیو سره مخ کړی دی.

د تېرې شپې له اړودوړ او لاریونونو وروسته د قرغزستان لومړي وزیر کبات بیک برونوف استعفا ورکړې ده.

نن سهار د دې هېواد ولسمشر سورونبای جینبکوف له ټولو خواوو سره د خبرو غوښتونکی شو.

په تېرو ۱۵ کلونو کې د قرغزستان دوه ولسمشران له دندې ګوښه شوي دي. روسیه، چې له اوږدې مودې راپدیخوا له دې هېواد سره متحد پاتې دي؛ په قرغزستان کې پراخیدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

پرون، د دې هېواد پارلمان په یوه بېړنۍ ناسته کې سادیر ژپاروف، چې لاریون کوونکیو له زندانه خوشې کړ، د قرغزستان د نوي لومړي وزیر په توګه وټاکه.

رویترز راپور ورکړی، چې قهرجنو خلکو پر هغه هوتل برید وکړ، چې د نوي لومړي وزیر د ټاکلو مراسم په کې روان ول؛ خو هغه دې ته اړ شو، چې د هوتل له شاتنې دروازې بریالۍ تېښته وکړي.

د څو مخالفو ګوندونو لخوا د خلکو د همغږۍ شورا نن چهارشنبه سهار مهال څرګنده کړه، چې دوی د ژپاروف لنډمهاله کابینه په رسمیت نه پېژني او ټول حکومتي واک تر لاسه کول غواړي او پارلمان له منځه وړي.

د یکشنبې په ټاکنو کې ۱۶ ګوندونو برخه اخیستې وه او ۱۱ ګوندونو د ټاکنو پایلې رد کړې.

د دوی په وینا، واک دوه ګوندونو ته ورکړ شوی دی.

د لاریونونو او ناکراریو د زیاتیدو له کبله د ټاکنو خپلواک کمیسیون رایې لغو کړې.

ژپاروف د سه شنبې پر شپه ویلي، چې هغه به له ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو څخه مخکې په راتلونکیو دوه یا درې میاشتو کې د اساسي قانون د تعدیل طرحه وړاندیز کړي.

Trending

Exit mobile version