سوداگري
په قزاقستان او ازبکستان کې میشتو افغان سوداګرو راستنېدا ته چمتووالی څرګند کړ
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د چارشنبې پر ورځ ( د سلواغې یوولسمه) د د دې وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي له ملي سوداګر انجنیر عزیزالله روزي او مل پلاوي سره په کتنه کې د هغو شرکتونو نوملړ ترلاسه کړ، چې په قزاقستان او ازبکستان کې میشت دي؛ بېرته ستنېدا ته لیواله او افغانستان ته د خپلې پانګې د لېږدولو غوښتنه کوي.
په دې کتنه کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارسمبالي پر ورورولۍ او یووالي د ټینګار ترڅنګ ویلي: هېواد د ټولو قومونو ملکیت دی او که په ګډه حرکت ونهکړو؛ کار به ونهشي او ټول باید د هوساینې او د هېواد پرمختګ ته په ګډه کار وکړو.
په دې کتنه کې انجنير عزيزالله روزي د هېواد د سوداګرو پر استازيتوب، چې په قزاقستان او ازبکستان کې ميشت دي خبرې وکړې او د دې وزارت له مشرتابه سره يې د ٣٣ شرکتونو نوملړ شريک کړ او څرګندوي: د يادو شرکتونو مسوولين غواړي هېواد ته راستانه شي او خپله پانګه هم افغانستان ته راولېږدوي.
نورالدین عزیزي د دوی له هڅو د ستاینې تر څنګ ویلي: افغانستان د کانونو پر لرلو یو پانګوال هېواد دی، چې یوازې مدیریت ته اړتیا لري.
ویل کیږي، چې د افغانستان اسلامي امارت هېواد ته د خپلو هېوادوالو له راستنېدو هرکلی کوي او د صنعت او سوداګرۍ وزارت په ځانګړي توګه د خصوصي سکتور په خدمت کې دی او ترې هراړخیز ملاتړ کوي.