Connect with us

سوداگري

په قزاقستان او ازبکستان کې میشتو افغان سوداګرو راستنېدا ته چمتووالی څرګند کړ

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د چارشنبې پر ورځ ( د سلواغې یوولسمه) د د دې وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي له ملي سوداګر انجنیر عزیزالله روزي او مل پلاوي سره په کتنه کې د هغو شرکتونو نوملړ ترلاسه کړ، چې په قزاقستان او ازبکستان کې میشت دي؛ بېرته ستنېدا ته لیواله او افغانستان ته د خپلې پانګې د لېږدولو غوښتنه کوي.

په دې کتنه کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارسمبالي پر ورورولۍ او یووالي د ټینګار ترڅنګ ویلي: هېواد د ټولو قومونو ملکیت دی او که په ګډه حرکت ونه‌کړو؛ کار به ونه‌شي او ټول باید د هوساینې او د هېواد پرمختګ ته په ګډه کار وکړو.

په دې کتنه کې انجنير عزيزالله روزي د هېواد د سوداګرو پر استازيتوب، چې په قزاقستان او ازبکستان کې ميشت دي خبرې وکړې او د دې وزارت له مشرتابه سره يې د ٣٣ شرکتونو نوملړ شريک کړ او څرګندوي: د يادو شرکتونو مسوولين غواړي هېواد ته راستانه شي او خپله پانګه هم افغانستان ته راولېږدوي.

نورالدین عزیزي د دوی له هڅو د ستاینې تر څنګ ویلي: افغانستان د کانونو پر لرلو یو پانګوال هېواد دی، چې یوازې مدیریت ته اړتیا لري.

ویل کیږي، چې د افغانستان اسلامي امارت هېواد ته د خپلو هېوادوالو له راستنېدو هرکلی کوي او د صنعت او سوداګرۍ وزارت په ځانګړي توګه د خصوصي سکتور په خدمت کې دی او ترې هراړخیز ملاتړ کوي.

سوداگري

له یوه ایراني شرکت سره د تېلو پر معیاري چاڼ‌خونې خبرې وشوې

د اقتصادي کمیسیون له‌خوا سوداګرۍ او صنایعو وزارت، سټنډرډ ملي ادارې او د تېلو او ګاز امارتي شرکت استازو ته دنده سپارل شوې، چې له ملي او نړیوالو معیارونو سره سم د معیاري چاڼ‌خونې پر جوړولو پانګونه وکړي او د هېواد له اومه تېلو څخه، چې د ډیزل او ګاز پر تولید سربېره د تېلو د نورو اړوند توکو د چاڼ وړتیا ولري؛ هڅې وکړئ.

Published

on

(Last Updated On: )

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي د چارشنبې پر ورځ ( د غبرګولي  درویشتمه ) د افغانستان د تېلو او ګاز امارتي شرکت د تخنیکي استازو او ملي سټنډرډ ادارې (انسا) په شتون کې د ایران د ویرا ګاز سپهر سوخت شرکت له مسلکي پلاوي سره د تېلو د معیاري چاڼ‌خونې د رامنځته کولو په اړه وکتل.

په دې ناسته کې د ایران ویرا ګاز سپهر سوخت شرکت استازي د افغانستان د اومه تېلو د استخراج په اړه د عصري ټکنالوژۍ کارولو په ګډون د اتمسفیریک، خلایي او کراکینګ درې پړاویزې معیاري چاڼ‌خونې د جوړولو پلان او د اړوند محصولاتو د کمیت، کیفیت او نوعیت تخنیکي معلومات وړاندې کړل.

دا په داسې حال کې ده، چې د اقتصادي کمیسیون له‌خوا سوداګرۍ او صنایعو وزارت، سټنډرډ ملي ادارې او د تېلو او ګاز امارتي شرکت استازو ته دنده سپارل شوې، چې له ملي او نړیوالو معیارونو سره سم د معیاري چاڼ‌خونې پر جوړولو پانګونه وکړي او د هېواد له اومه تېلو څخه، چې د ډیزل او ګاز پر تولید سربېره د تېلو د نورو اړوند توکو د چاڼ وړتیا ولري؛ هڅې وکړئ.

خبرهای مرتبط:

 

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د تېلو چاڼ‌خونو ته ځمکه ځانګړې کوي

د آمو سیند د تېلو ورځنی استخراج به له دوه زره ټنو زیات شي – افچین شرکت

Continue Reading

سوداگري

د کانونو او پټرولیم وزارت د څه باندې ۱۰ میلیون ډالرو پر ارزښت اومه تېل داوطلبۍ ته وړاندې کړل

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان کانونو او پټرولیم وزارت د ۱۰ میلیون ډالرو پر ارزښت ۲۰ زره ټنه اومه تېل پلورلي دي.

د دغه وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور نن (یکشنبه د غبرګولي شلمه) د داوطلبۍ په مراسمو کې ویلي، چې دغه اندازه تېل د امو د تېلو له حوزې د انګوت له سیمې را ایستل شوي او پر یوه کورني شرکت وپلورل شول.

شهاب الدین دلاور زیاته کړې؛ ټاکل شوې، چې په نږدې راتلونکي کې د هرات ولایت پر ۲۳ زره کیلومټره مربع مساحت د تېلو او ګازو د ۱۱ بلاکونو د استخراج او اکتشاف قرارداد هم داوطلبۍ ته وسپارل شي.

د دلاور د څرګندونو له مخې؛ د پکتيکا ولايت د کټواز له سيمې څخه د تېلو د استخراج قرارداد هم کیږي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د اصولو پر بنسټ ګټونکي شرکتونه اړ دي، چې اومه تېل په هېواد کې دننه پروسس کړي. د تېلو د پروسس په بهیر کې به ځینو ته د کار زمینه هم برابره شي.

دغه راز د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ويلي؛ دوی ژمن دي، چې د کانونو په استخراج کې له تخنیکي او مسلکي کسانو کار واخلي.

Continue Reading

سوداگري

د خصوصي سکتور د ملاتړ صندوق پرانستل شو

Published

on

(Last Updated On: )

نن (پنجشنبه د غبرګولي اووه‌لسمه ) د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د چارسمبالي نورالدین عزیزي، د کورنیو چارو وزارت د مرستیالانو او د خصوصي سکټورد غړیو په حضور کې پرانیستل شو.

د خصوصي سکټور د ملاتړ صندوق د اقتصادي ودې او پرمختګ، د بې کارۍ د کمولو، د کار د نویو فرصتونو د رامنځته کولو، د سوداګرۍ د توازن د ساتلو، د خصوصي سکټور د فعالیتونو پر وړاندې د خنډونو او ګواښونو د کمولو او د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د اسانتیاوو د برابرولو لپاره جوړ شوی دی.

همدارنګه د خصوصي سکټور اړوند د پروژو او پروګرامونو د پلي کولو لپاره د باوري مالي سرچینې درلودل، د ملي بندرونو د کمیټې د پروګرامونو تمویل، په بندرونو کې د اړتیا وړ اسانتیاوو رامنځته کول، د لابراتوارونو جوړول او د وارداتي او صادراتي توکو د کیفیت د ازموینې لپاره د تجهیزاتو پیرودل او د شرایطو د ښه کولو لپاره له تصدیو سره مالي مرسته د دې صندوق یوه بنسټیزه موخه ده.

ملا عبدالغني برادر د دې صندوق له پرانیستې وروسته ويلي، چې د دغه صندوق له پرانېستلو سره به د بېکارۍ کچه راټيټه او هېوادوالو ته  کاري زمينې برابرې شي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستيال د خصوصي سکټور له استازو وغوښتل، چې خپل فعاليتونه چټک او په ښه کيفيت سره ترسره کړي.

دغه راز د صنايعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدين عزيزي د وینا پر مهال څرګنده کړې: په هېواد کې سراسری امنیت تامین دی، د خصوصی سکټور پر همکارۍ په بازار کې توکې په پراخه کچه شتون لری او نرخونه هم له ګاونډ هېوادونو ټیټ دي.

نوموړي ویلي؛ د خصوصي سکټور د ملاتړ صندوق مشرتابه او تخنیکي کمیټې لري. د دې کمېټو په غړیو کې اقتصادي مرستیال، د چارو ادارې عمومي ریاست، د صنعت او سوداګرۍ، مالیې، کرنې اوبولګولو او مالدارۍ، اقتصاد، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، کانونو او مالیې، برښنا او اوبو وزارتونو استازي په کې دي.

داکمیټه د یو مسوول بنسټ په توګه ځان مسووول بولي، چې داخلی صنایعو او خصوصی سکټور د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي .

د کمیټې اصلي دندې د وړاندیز شویو پروژو رهبري کول، تصویب یا رد کول، د بودجې لپاره د بسپنې اندازه ټاکل، د پروژو لومړیتوبونه، د تخنیکي کمیټې د فعالیتونو څارنه، د پروژو پلي کول او د پروژو د لګښتونو په اړه د راپورونو وړاندې کول دي.

دا صندق  په ملی او نړیواله کچه د حقیقی او حکمی اشخاصو د اعانو، پر وارداتی او صادراتی توکو د ډېرکم فیس څخه تمویلږی.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!