Connect with us

تازه خبرونه

په سیمه کې د داعش د مشرانو او وسله‌والو څارنه روانه ده – امریکا

امریکايي چارواکو تل د پاکستان له ترهګرۍ ضد عملیاتو ملاتړ ښکاره کړی دی.

خپور شوی

د

د امریکا د دفاع وزارت د ویاند مرستیالې سبرینا سنګهـ په افغانستان کې د ډیورنډ فرضي کرښې په شاوخوا کې د تحریک طالبان پاکستان پر ضد د پاکستاني پوځ له وروستیو بریدونو سره د امریکا د تړاو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې واشنګټن په سیمه کې د داعش د مشرانو او وسله‌والو څارل روان ساتلي.

د چارشنبې پر ورځ ( د غبرګولي درویشتمه) سبرینا سنګهـ په یوه خبري غونډه کې د پوره جزئیاتو له ورکولو او په ځانګړي توګه د افغانستان پر خاوره د پاکستانيو پوځیانو د بریدونو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

امریکايي چارواکو تل د پاکستان له ترهګرۍ ضد عملیاتو ملاتړ ښکاره کړی دی.

د تېر کال په اګست کې کله، چې د پاکستان پوځ پر خوست او پکتیکا بریدونه وکړل؛ نو پاکستانيو رسنیو راپور ورکړ، چې په اسلام‌آباد کې د امریکا سفیر ډونالډ بلوم د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره په لیدنه کې څرګنده کړه، چې واشنګټن په ترهګرۍ ضد جګړه کې د اسلام‌آباد ملاتړ کوي.

هغه مهال د پاکستان پوځ ويلي وه، چې د افغانستان په دغو دوه ولايتونو کې يې د تحریک طالبان پاکستان پر پناه ځايونو بريدونه کړي او د هغوى يو شمېر وسله‌وال يې وژلي؛ خو هغه مهال د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو د پاکستانیو ځواکونو د بریدونو په غبرګون کې د اړوند ملیشو پر پوستو د توپونو او توغندیو بریدونه ترسره کړل.

تېره میاشت هم د پاکستان پوځ د پکتیکا په ورممۍ ولسوالۍ کې د ټي‌ټي‌پي پر پوستو بریدونه وکړل.

پاکستان تور لګوي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې تحریک طالبان پاکستان ته پناه ورکړې؛ خو د افغانستان چارسمبالي حکومت تل دغه ادعا رد کړې او څرګندوي، چې پاکستان د خپلې امنیتي ناکامۍ پړه پر افغانستان اچوي.

Related Stories: 

 

داعش د امریکا پر دښمنانو برید کوي

چین او څو نور هېوادونه ښایي له طالبانو سره اړیکې وغزوي ـ جوبایډن

تازه خبرونه

په انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ

۴۰ کلن نجیب‌الله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړه‌راکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.

Published

on

بریټانوي رسنیو راپور ورکړی، چې نجیبالله عرب نومي یو افغان د اکسفورډ ښار په یوه محکمه کې پر یوې ماشومې د جنسي تېري جرم منلی دی.

۴۰ کلن نجیب‌الله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړه‌راکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.

عرب د روان کال له پیل څخه راپدېخوا پر څو نورو جرمونو اعتراف کړی و. هغه په ګرو سیمه کې د جنسي تېري پر تور هم اعتراف کړی دی.

هغه د یوې بلې میرمنې پر وړاندې د جنسي ځورونې، جنسي تېري او تښتونې تورونه هم منلي دي.

ټاکل شوې، چې محکمه به د عرب پر وړاندې د جون پر نولسمه حکم صادر کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملي آرشیف یو شمېر کتابونه، نسخې او فرمانونه ډیجیټلي کړل

د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.

Published

on

ملي آرشیف په ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال کې د نسب‌نامې پر یوې کاپۍ سربېره ۷۴۱ ټوکه کتابونه، ۲۳۲ نسخې او ۳۵۸ فرمانونه ډیجیټل کړي دي.

د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.

چارواکو څو ځله د تاریخي اسنادو او خطي نسخو د ساتنې پر اړتیا او ارزښت ټینګار کړی، چې ډېری یې څو پېړۍ پخواني دي او د هېواد بډایه فرهنګي میراث انځوروي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګه‌ونې فرصتونه

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

Published

on

په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوه‌اړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!