تازه خبرونه

په قطر د دوحې د څلورمې غونډې د ترسره کولو لپاره خبرې اترې وشوې

د قطر بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې دا ناسته به د قطر پر کوربتوب د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې ترسره شي.

Published

on

Last Updated on: غویی ۱۴, ۱۴۰۴

د قطر بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې د دېئ هېواد چارواکو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړې استازې مرستیالې جورجټ ګونیون د دوحې د غونډې د څلورم پړاو لپاره د چمتووالي په اړه لیدلي او خبرې اترې یې کړې دي.

د قطر بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې دا ناسته به د قطر پر کوربتوب د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې ترسره شي.

دا غونډه به د قطر په کوربه توب او د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې ترسره شي؛ خو د ناستې دقیقه نېټه نده ښودل شوې.

ددې غونډې درې نور پړاوونه د دوحې بهیر په نوم د قطر پر کوربتوب ترسره شوي، چې په کې د هېوادونو او نړیوالو بنسټونو ځانګړو استازو ګډون کړی و او د اسلامي امارت پلاوی هم د بهیر په وروستۍ غونډه کې حاضر و.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازې مرستیالې جورج ګونیون او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د دفتر د سیاسي چارو مسوول سکاټ سمیت سره ولیدل.

په دې لیدنه کې د افغانستان د پرمختګونو ترڅنګ د نورو موضوعاتو او همدارنګه د افغانستان په اړه د دوحې څلورمې ناستې په اړه خبرې شوې دي.

د دوحې درېیمه غونډه، چې د ملګرو ملتونو پر نوښت جوړه شوې وه؛ د تېر کال د جولای پر لسمه د لږ تر لږه ۲۲ هېوادونو او شاوخوا ۸ نړیوالو بنسټونو د ځانګړو استازو په شتون کې ترسره شوه.

د اسلامي امارت پلاوي هم په دې غونډه کې ګډون کړی و، چې په کې یو شمېر تخصصي کاري ډلې هم جوړې شوې، چې کار پرې اوس هم روان دی.

Trending

Exit mobile version