تازه خبرونه
په قطر کې د افغانستان د پوهنې د راتلونکي په اړه درې اړخیزه غونډه شوي
قطر په افغانستان کې د ښوونې او روزنې د راتلونکې او هغو ننګونو په اړه، چې دغه هېواد ورسره مخ دی د خبرو اترو له کوربتوبه خبر ورکړی دی.
په دې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله آغا، د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې لولواح بنت راشد الخطر او د تعلیم او تربیې بنسټ مشر فهد السلیطي او د یونیسف پلاوي ګډون کړی دی.
دا غونډه د افغانستان د اسلامي امارت د پوهنې د وزیر مولوي سیدحبیب آغا پر مشرۍ یو پلاوی، د یونیسف موسسې یو پلوی، چې مشري یې د سویلي آسیا لپاره د یونیسف ادارې سیمه ییز مشر جورج لاریا او د پوهنې په برخه کې د ستراتیژیکو همکاریو د لوی رییس پر مشرۍ ترسره او د افغانستان د پوهنې وزارت د ستراتیژیکو همکاریو د ادارې له رییس سره خبرې وشوې.
په دې خبرو کې ناصر فقیح هم ګډون کړی و.
د خبرو اترو په ترڅ کې، برخهوالو په افغانستان کې پر اقتصادي ننګونو، کمزورو بېخبناوو، محدودو بشري سرچینو، زدهکړو ته د ټولو په ځانګړي توګه د نجونو د مساوي لاسرسي په اړه خبرې وکړې.
ګډونوالو د ټولو لپاره د زدهکړې حق تضمینولو، له ننګونو سره د مبارزې لپاره یو ګډ لید رامنځته کولو او په ټولو سیمو کې د ټولو افغان زدهکوونکیو لپاره د لوړ کیفیت زدهکړې د فرصتونو چمتو کولو پر اړتیا هوکړه وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې د پوهنې وزارت د څرګندونو له مخې؛ نن د کابل په ګډون د ټول هېواد په سړو سیمو کې نوی ښوونیز کال پیل شو، چې له لومړي ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې د نجونو لپاره پر خوندي چاپېریال، چې ښوونکې یې باید ټولې ښځینه وي هم ټینګار څرګند شوی دی.