تازه خبرونه
په قطر کې د افغان پناهغوښتونکو منلو ته لږ تر لږه پېنځه هېوادونه لېواله دي – مارکو روبیو
روبیو د سېشنبې پر ورځ د قانون جوړوونکو په شتون کې ویلي، چې حکومت نه غواړي د دوحې په السیلیه کمپ کې مېشت افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړي او د هغوی د بیا مېشتېدا لپاره یې له څو هېوادونو سره خبرې کړې دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې لږ تر لږه پېنځه هېوادونو په قطر کې د مېشتو افغان پناهغوښتونکو د منلو لپاره لېوالتیا ښودلې ده.
روبیو د سېشنبې پر ورځ د قانون جوړوونکو په شتون کې ویلي، چې حکومت نه غواړي د دوحې په السیلیه کمپ کې مېشت افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړي او د هغوی د بیا مېشتېدا لپاره یې له څو هېوادونو سره خبرې کړې دي.
هغه وایي: « مونږ اوس د هغو لارښوونو له مخې عمل کوو، چې متحده ایالتونو ته د افغانانو ننوتل منع کوي.»
نوموړي زیاته کړې؛ چارواکي هره ورځ په درېیمو هېوادونو کې د دوی د بیا مېشتېدا د لارو چارو د موندلو لپاره هڅې کوي.
اوسمهال له ۱۱۰۰ څخه ډېر افغانان د دوحې په السیلیه کمپ کې ژوند کوي.
د امریکا د استازو جرګې غړې ګریس منګ په استماعیه غونډه کې د هغو راپورونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې؛ ښايي یو شمېر افغانان هغو هېوادونو ته ولېږدول شي، چې له امنیتي یا بشري ستونزو سره مخ دي، لکه کانګو.
روبیو په ځواب کې وویل، چې د ده په اند له یادو هېوادونو هیڅ یو د جګړې سیمه نهده؛ خو ټینګار یې وکړ، چې ښايي یو هېواد په یوازې ځان ټول افغانان ونهمني.
هغه ویلي: « فکر نهکوم یو هېواد به ټول زر کسان ومني.»
نوموړي زیاته کړې؛ امریکا د هغو هېوادونو لټه کوي، چې د مسوولیت په وېش کې ونډه واخلي او افغان پناهغوښتونکو ته د بیا مېشتېدو د منلو وړ لارې برابرې کړي.